د یمن په حالاتو کې شکمن بدلونونه
د یمن د پلازمینې صنعا پر ځای عدن ته د فارس خلیج د همکاریو د شورا د سرمنشي لومړنۍ سفر، د یمن په برابر د دې شورا د اهدافو په هکله ځینې پوښتنې رامینځ ته کړي دي.
د فارس خلیج د همکاریو د شورا سرمنشي جاسم محمد البدیوي په یمن باندې د سعودي له بریده اته کاله وروسته، د لومړي ځل لپاره یمن ته ولاړ او د ریاستي شورا له تود هرکلی سره مخ شو، ریاستي شورا چي رشاد العلیمي یې مشري کوي، د سعودي عربستان پورې پېلې ده چي په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د منصورهادی د حکومت په وړاندې تر کودتا وروسته واکمنه شوه،
دا سفر په داسي حال کې تر سره شوی چي عربستان د یمن د ولایاتو د پیاوړي کولو طرحه پیله کړې ده چي د کارپوهانو له نظره دا طرحه د یمن د مرکزي حکومت د کمزوري کولو په هدف سره پلي کیږي، عربستان غواړي له هغو سیمو سره اقتصادي اړیکې ټینګي کړي چي د انصارالله د غورځنګ تر واک لاندې نه دي.
د سعودي عربستان د یادې طرحې له مخې، د یمن هغه ولایتونه چي د دې هیواد له مرکزي حکومت او انصارلله غورځنګ سره مخالفه دي، د کبانو د نیولو، کرهڼې او تېلو د ایستلو له لارې د ریاض په ملاتړ سره پیاوړي اقتصاد مومي او کسب او کارونه په کښې زیاتیږي. سعودي په نظر کې لري چي دا طرحه لومړی په دریو ولایتونو کې عملي کړي او که کامیابه شي نو دا طرحه په ټوله یمن کې عملي کړي او په نتیجه کې ولایتونه به نور خپل اقتصاد ولري او د مرکزي دولت له ولکې نه وتلی وي، یعني یو ډول فډرالي نظام به رامینځ ته شي، دا هغه طرحه ده چي له دې مخکې هم عربستان وړاندې کړې وه، خو د یمن انقلابیونو او مذهبي ډلو ورسره مخالفت وکړ او په نتیجه کې عربستان په یمن یرغل وکړ.
د یمن لپاره د عربستان له لورې د فډرالي ډوله نظام د طرحې بیا ځلې وړاندې کېدا، او ورسره عدن ته د فارس خلیج د همکاریو د شورا د سرمنشي سفر، د ځینو پټو موخو ښکارندوی دی.
لومړی دا چي د ایران او عربستان تر مینځ د اړیکو له رغېدو سربېره لاهم د یمن د بحران د سیاسي حل لپاره هیڅ جدي اقدام نه دی شوی، په تېرو دریو میاشتو کې هم د یمن او عربستان تر مینځ خبرو اترو کې هم پرمختګ نه دی ترلاسه شوی.
په تېره میاشته کې د سعودي او د عمان پلاوو د یمن په پلازمینې صنعا کې د انصارالله د غورځنګ له مشرانو سره، د ۶ ورځو په موده کې د اوربند او سولې په هکله خبرې اترې وکړې خو له دغو خبرو هیڅ یوه نتیجه ښکاره نه شوه.
دوهم دا چي امریکا نور د یمن په ضد په جنګ کې یوازې د پردې تر شا له سعودي څخه ملاتړ نه کوي، بلکې په وروستیو میاشتو کې امریکایانو په یمن کې مستقیمې مداخلې پیل کړي دي، امریکایانو په وروستیو اونیو کې د یمن په سمندر کې خورا فعاله شوي دي او حتی یو شمېر امریکایي ځواکونو د یمن ختیځ ته ور رغلي دي او په حضرموت ولایت کې چي د ریاستي شورا تر واک لاندې دی له ښوونځیو څخه کتنه کړې ده، چي دا مساله د یمن د انصارالله غورځنګ د مشرانو، د یمن د حکومت او د ولسي شورا له سختو غندنو سره مخ شوې ده او د انصارالله مشر عبدالملک بدرالدین الحوثي او د یمن د عالي شورا مشر مهدی المشاط امریکایانو ته د یمن د اشغالولو په هکله سختې خبرداری ورکړي دي، له امریکایانو سره د ریاستي شورا ملګرتیا او د سعودي له لورې د اشغال دوام د انصارالله په شمول د یمن ولس ته د دې حق ورکوي چي له خپل مشروع غوښتنو او حقوقو څخه دفاع وکړي.
دریم دا چي داسي ښکاري چي امریکا غواړي د یمن د ملی نجات حکومت او د یمن ولس ته سزا ورکړي ځکه چي د سعودي د نیواک په وړاندې نه تسلیمیږي، او خپله خاوره کې بهرني ځواکونه نه زغمي. په داسي حال کې چي په یمن کې میلیونونو کسانو د سعودي عربستان د اقتصادي محاصرې د امله له سختې لوږې سره لاس په ګرېوان دي د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د امریکا د فشارونو په خاطر، یمن سره یې خپلې مرستې محدودې کړي دي.