لویدیځه غاړه کښې یو فلسطیني ځلمی شهید شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i138284-لویدیځه_غاړه_کښې_یو_فلسطیني_ځلمی_شهید_شوی_دی
د فلسطین خبري سرچینو بیګا د الخلیل په شمال کښې د صهیونیسټانو په ډزو د یو ۱۵ کلن فلسطیني ځلمې د شهادت خبر ورکړ.
(last modified 2023-09-09T23:38:10+00:00 )
Sep 10, 2023 04:04 Asia/Kabul
  • لویدیځه غاړه کښې یو فلسطیني ځلمی شهید شوی دی

د فلسطین خبري سرچینو بیګا د الخلیل په شمال کښې د صهیونیسټانو په ډزو د یو ۱۵ کلن فلسطیني ځلمې د شهادت خبر ورکړ.

د فلسطین خبري سرچینو بیګا د الخلیل په شمال کښې د صهیونیسټانو په ډزو د یو ۱۵ کلن فلسطیني ځلمې د شهادت خبر ورکړ.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې دغه فلسطیني ځملی چې "میلاد منذر الراعی" نومیده، د صهیونیسټانو د ډزو له امله سخت زخمي کیدو له امله شهید شو.

هغه د الخلیل په شمال کښې د العروب کیمپ اوسیدونکی و.

څو ساعته مخکښې د فلسطین روغتیا وزارت تاییده کړه چې یو ځلمی د سختو زخمونو له امله په العروب کیمپ کښې «الیمامه» روغتون ته منتقل شوی دی.

تیره اونۍ هم څلور فلسطیني ځوانان په مختلفو سیمو کښې د صهیونیسټانو له خوا په شهادت رسیدلي وو.