له عراقه دې امریکائي  او اییتلافی پوځیان ووځي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139098-له_عراقه_دې_امریکائي_او_اییتلافی_پوځیان_ووځي
د عراق لومړي وزیر  په یولړ څرګندونو کې و،ئیل، هیواد ئې نور  امریکائي پوځيانو او نړیوال ائیتلاف ځواک  شتون ته  کومه اړتیا نه لري.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Sep 27, 2023 02:50 Asia/Kabul
  • له عراقه دې امریکائي  او اییتلافی پوځیان ووځي

د عراق لومړي وزیر  په یولړ څرګندونو کې و،ئیل، هیواد ئې نور  امریکائي پوځيانو او نړیوال ائیتلاف ځواک  شتون ته  کومه اړتیا نه لري.

 روسیاالیوم خبری سایټ راپور ورکړ،  د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني ټینګار کړی ، کله چې  دعراق امنیتی وضعیّت  دداعش په کنټروولو سره    ګډ وډ شو ، نو پرټولې سیمې ئې اغیزې وشیندلې  او  په میلیونونو خلکو مهاجرت وکړ، پر دې اساس  د عراق ثبات باید وساتل شي.

 دعراق لومړي وزیر  ټينګار وکړ، داعش جنایتکاره ډله  اوس دعراق د هیواد لپاره  وم ګواښ نه دی او نور  هغه نړیوال ائيتلاف ته  چې  له دغې ترهه ګرې ډلې سره دمقابلې لپاره   جوړ شوی ؤ نور ضرورت نشته . السوډاني  پخپل هیواد کې کې وروستیو سیاسی مشکلاتو ته په اشارې سره  ووئیل، په عراق کې سیاسی  اختلافات ،پخپل طبعیي چوکاټ کې  تعقیبیږي  اوفیډرل عدالت ته  مراجعه  د مونږ دسیاسی نظام د سلامتیا  نښه حسابیږي.

امریکائي نیواکګر پوځیان  له ۲۰۰۳کال څخه په عراق کې دیره دي  چې ترټولو لوی مرکز ئې  ددغه هیواد په لویدیځ کې  په الانبار ولایت کې  په ؛عین الاسد کې دی . دعراق  مسئولانو اوخلکو  په مختلفو مناسبتونو کې په دې زمینې کې د پارلیمان  د مصوبې داجرا په لړ کې  له خپل هیواده دامریکائي  عسکرو د ویستلو په ضرورت ټينګار کړی دی.