له اسرائیلو د عربستان اړیکې ټینګول خیانت دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139208-له_اسرائیلو_د_عربستان_اړیکې_ټینګول_خیانت_دی
شهاب خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د پارلمان نائب رئیس له سعودي عربستان سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د صهیونیسټ رژیم د هڅې په هکله خبرونو ته په غبرګون کښې وویل دغه موضوع د الاقصی جومات د شهیدانو له وینې سره خیانت دی.
(last modified 2023-09-29T01:16:51+00:00 )
Sep 29, 2023 05:33 Asia/Kabul
  • له اسرائیلو د عربستان اړیکې ټینګول خیانت دی

شهاب خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د پارلمان نائب رئیس له سعودي عربستان سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د صهیونیسټ رژیم د هڅې په هکله خبرونو ته په غبرګون کښې وویل دغه موضوع د الاقصی جومات د شهیدانو له وینې سره خیانت دی.

د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر نتانیاهو په نیویارک کښې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په وخت د اړیکو د عادي کولو د موافقې او دغه موافقې ته د عربو هیوادونو د جذبولو د تبلیغاتو په هدف سره وویل د اسرائیلو رژیم له عربو هیوادونو سره زیاتې ګډې ګټې لري کوم چې د پراخه سولې د ټینګیدا امکان برابروي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو یوځل بیا د سعودي عربستان او د  صهیونیسټ رژیم ترمینځ د اړیکو د عادي کولو لپاره د موافقې د لاسلیک کیدا د وخت د نږدې ښودلو لپاره د خپلې وروستۍ هڅې په دوام کښې ادعا وکړه مونږ له سعودي عربستان سره د موافقې د لاسلیک کیدا ته د نږدې کیدا په حال کښې یوو.

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ یوه مشر او د فلسطین د پارلمان نائب رئیس« احمد بحر» پرون له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو عادي کول د الاقصی جومات د دفاع کولو په جنګ کښې د شهیدانو له وینې سره خیانت وباله او ټینګار یې وکړ له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کول دغه رژیم هڅوي چې هغه په الاقصی جومات باندې تیري زیات کړي او په همدې دلیل اسلامي امت باید له دغه رژیم سره د اړیکو عادي کول څنګ ته کړي.

الاقصی جومات د بیت المقدس د اسلامي او د فلسطیني هویت د اصلي سمبول په توګه پیژندل کیږي او د اسرائیلو رژیم هڅه کوي دغه چاره له مینځه یوسي خو د فلسطین د خلکو هوښیارۍ او مقاومت صهیونیسټ رژيم ناکامه کړی دی او هغه یې له ماتي سره مخامخ کړی دی.