په لویدیځه غاړه کې د یوه فلسطیني ځوان شهادت
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139240-په_لویدیځه_غاړه_کې_د_یوه_فلسطیني_ځوان_شهادت
فلسطیني سرچینو د تېره شپه اعلان وکړ چې د دغه هېواد یو ځوان محمد جبریل رامنه په لویدیځه غاړه کې د صهیونیسټانو له خوا په ډزو په شهادت رسول شوی دی.
(last modified 2023-09-29T22:10:13+00:00 )
Sep 30, 2023 02:37 Asia/Kabul
  • په لویدیځه غاړه کې د یوه فلسطیني ځوان شهادت

فلسطیني سرچینو د تېره شپه اعلان وکړ چې د دغه هېواد یو ځوان محمد جبریل رامنه په لویدیځه غاړه کې د صهیونیسټانو له خوا په ډزو په شهادت رسول شوی دی.

فلسطیني سرچینو د تېره شپه اعلان وکړ چې د دغه هېواد یو ځوان محمد جبریل رامنه په لویدیځه غاړه کې د صهیونیسټانو له خوا په ډزو په شهادت رسول شوی دی.

د صهیونیسټ رژیم پوځیان هره ورځ په مختلفو پلمو د فلسطین په مظلومو خلکو د حملو په ترڅ کې دوی ته مرګ ژوبله اړوي او ګڼ شمېر یې بندیانوي.

د ایرنا د را پور له مخې په وینا؛ رامني له دې مخکې د لویدیځې غاړې د رام الله ولایت د مرکز البیرا په ښار کې د صهیونیسټانو له خوا په ډزو ټپي شوی وو.

البیره د فلسطین ښار او د رام الله ولایت پلازمینه ده چې د اشغال شوي بیت المقدس شمال ته په ۱۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د فتح غورځنګ د رمانیه د شهادت د خبر ورکولو په ترڅ کې ویلي چې د صهیونیسټانو د دغه جنایت په اعتراض کې به د شنبې په ورځ په ټولیزه توګه اعتصاب وکړي او له نیواکګرو سره به د تماس په نقطو کې مقابله سخته کړي.

د حماس غورځنګ د دغه ځوان د شهادت خبر ورکړ او اعلان یې وکړ چې هغه د البریح ښار د جبل الطویل په ځمکو کې د بساغوت ښارګوټی ته نږدې د صهیونیسټانو له خوا په ډزو وویشتل شو او د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.