د طوفان الاقصی عملیاتو شپږ سټراټژيک ټکي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139720-د_طوفان_الاقصی_عملیاتو_شپږ_سټراټژيک_ټکي
د تهران د پښتوخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبوکې د فلسطین دمقاومتي مبارزانو په وسیله د وحشي او نیواکګر صهیونیسټي رژيم په  ضد د طوفان الاقصی نومې دعملیاتو د ځینو سټراټژيکو ټکو په باب له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت  کې یوو،هیله ده د استفاد وړ مو وګرځي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 10, 2023 08:10 Asia/Kabul

د تهران د پښتوخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبوکې د فلسطین دمقاومتي مبارزانو په وسیله د وحشي او نیواکګر صهیونیسټي رژيم په  ضد د طوفان الاقصی نومې دعملیاتو د ځینو سټراټژيکو ټکو په باب له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت  کې یوو،هیله ده د استفاد وړ مو وګرځي.

د فلسطین د  اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس پوځي څانګې عزالدین قسام کنډکونو،د اکتوبر په اوه مه نیټه د صهیونیسټي جنایتکار رژيم په ضد  دطوفان الاقصی نومې عملیات پیل کړل. بې شکه تردې دمه د طوفان الاقصی نومې عملیاتو مختلف اړخونه لاښکاره شوي نه دی،خو ددغوعملیاتو ځیني سټراټژيک اړخونه رابرسیره شوي دي چې ورباندې یوه لنډه شان رڼا اچوو.

د حماس غورځنګ د عزالدین قسام کنډوکونو مبارزانو  د صهیونیسټانو په ضد یوازې کوم ساده پوځي عملیات نه دي ترسره کړي ،بلکې طوفان الاقصی  عملیات په یولړ پوځي ،اطلاعاتي او رسندوئي  اړخونو سره یو بشپړ ترکیبی جنګ ترسره  شوي دي .د حماس مبارزانو هم  د هوا له پلوه او هم له مځکې او له مځکې ترلاندې  پلوه یو منظم جنګ او چټک عملیات ترسره کړل. د حماس غورځنګ مبارزانو  له پارا ګلائيډرو، کوادکوپټرو او ډرونز  او توغندیو  او لانچرو څخه استفاده وکړه .توغندي د جنایتکار رژيم  له وسپنیزو ډالونو څخه  په تیریدا سره د نیواکي ټاټوبو په ښارونو او سټراټژيکو سیموباندې ولګیدل،فلسطینیو کمانډوزو صهیونیسټي ښارګوټو ته د نفوذ په مقصد سره له پارا ګلائيډرو څخه استفاده وکړه،له کواډ کوپټرو څخه ئې هم د مرکاوا ټانکونو د په نښه کولو لپاره استفاده وکړه، له خود کش ډرونز څخه ئې هم د صهونیسټي وحشي رژيم  په ځواکونو او پوځی تجهیزاتو د حملو لپاره  استفاده وکړه.  په عین حال کې فلسطیینیو مبارزان په مځکنیو عملیاتو کې هم له اسرائيلی پوځیانو سره ښکیل شول او له سرنګونو څخه ئې هم ښارګوټو ته د واریدیدو او د اسرائيلي اډو دنیولو لپاره استفاده وکړه.

Image Caption

 

پر دې سربیره  فلسطینیو مبارزانو  په طوفان الاقصی نومې عملیاتو کې، له ټولنیزو چینلونو سره هم  یوځای شول. په بله معنا،په یووخت  ئې  په هغو درندو پوځي  ګوزارونو سره چې صهیونیسټانو ته ئې وارد کړل، له موبایلونو څخه په استفادې سره  ئې  ددغو ګوزارونو او د صهیونیسټانو دناکامیو انځورونه او کلیپونه  هم خپرۀ کړل، چې په هغو کې د مرکاوا ټانکونه د اور به لمبو کې سوځي ، صهیونیسټي عسکر نیول کیږي ، پوځي اډې ئې نیول کیږی او د ښارګوټو اوسیدونکي  صهیونیسټان منډې وهي .

د فلسطین یو نامتو او غوره شناندی او کاربوه  عبدالباري عطوان  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، ژوندي او ویډیوئي  او تصویري پيښې  دروغ نه وائي، فلسطینیو مبارزانو  په سلګونو صهیونیسټان هلاک کړي دي او څه دپاسه دوه زره نور  ئې ټپیان کړي او له هغوي نور بې شمیره هم ژوندي او یا مړي ئې اسیران شوي دي او په یوه امن ځاي کې ساتل کیږي څو له دوي  څخه د وحشي صهیونیسټانو په بندونو کې د فلسطینیو مبارزو او اتلوالو  بندیانو  د آزادولو لپاره د یوه پیاوړي کارډ په توګه ورڅخه استفاده وکړي.دغه انځورونه او کلیبونه په بشپړ ډول مستند دي او په تولو ټولنیزو چینلونو کې خپره شوي دي.دا په خپل ډول د رسندوي جنګ په چوکاټ کې  یوبل جنګ دی  چې د نیواکګر رژيم  او د ښارګوټو  د اوسیدونکو پر روحيې لازیاتې منفي اغیزې شیندي .

Image Caption

 

              دوهم اړخ ئې دا چې د اسرائيلو په تاریخ کې یوه ترټولو لویه ناکامي رامینځة شوه.ددغه شان موضوع اصلی علت هم د صهیونیسټانو دمرګ ژوبلو شمیر  دی.د هغو وروستیو احصایو په اساس چې صهیونیسټي رسندویو خپرې کړي دي په دغو چټکو او طوفاني عملیاتو کې ۷۵۰صهیونیسټان هلاک شوي دي ، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱کال کې  په دولس ورځینو سیف القدس جنګ کې یوازې ۱۴صهیونیسټان هلاک شوي وو.په طوفان الاقصی نومې وروستیو عملیاتو کې څه دپاسه دوه زره صهیونیسټان ټپیان شوي هم دي . په دغو  عملیاتو کې یوازې په اتو ساعتونو کې،څه ډپاسه ۵ زره توغندی پر نیواکي ټاټوبو توغول شوي دي. په داسې حال کې چې په سیف القدس  عملیاتو کې په دولس ورځو کې ۴۵۰۰توغندي توغول شوي وو،یو بل مهم ټکی دا دی چې په طوفان الاقصی عملیاتو کې  په لسګونو اسرائيلي پوځیان نیول شوي دي ،یوه داسې موضوع چې ډیر مهم  اړخونه درلودلی شي،په هغو کې یوه دا چې حتی د ټولو پنځه زره زنداني فلسطینیانو د ازادولو سبب کیدلی شی،ځّکه اسرائيلو له دې مخکې ثابته کړې ده چې حتی د خپل یوه نیول شوي عسکر لپاره  حاضر دي،په سلګونو نیول شوي فلسطینیان  آزاد کړي . پر دې سربیره،په طوفان الاقصی عملیاتو کې  له نیواکي ټاټوبو څخه کابو 912مربع کلومیټر خاوره ئې هم آزاده کړې ده ،یعني د غزې تړانګې درې برابره ټاټوبی.

 عبدالباری عطوان مخکې وائي؛  داپه  تیرو پنځوسو کلونو کې په تیره بیا  د۱۹۷۳کال  داکتوبر د جنګ  له وخت راهسې د وحشي صهیونیسټي رژيم  مهمو سیاسی ،پوځي  اوامنیتی اورګانونو ته  ترټولو خطرناک نفسیاتي ، سیاسی او پوځي ګوزار دی؛ ځکه چې  دمقاومت مبارزانو د نیواکګرو دامنیت مینځ په نښه کړ.  مونږ  ټول ئې وینو چې صهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکي په څومره ویرې او وحشت کې تښتي  او  د اسرائيلو له پوځیانو ،پولیسو او  امنیتي ځواکونو غواړي چې له دوي سره مرستې وکړي، خو هیڅوک ورته ځواب  نه ورکوي  او هر  کس په منډې کې دی، دا د اسرائيلو د پوځ  ددړې وړې کیدا اوج دی چې پخپله  ئې ځان د نړۍ د ترټولو پياوړو پوځونو په څلورم لمبر  کې حساب  کړی ؤ؛::

د لویدیځي آسیا سیمې  دسیاسی او امنیتی چارو یوبل کارپوه او شناندی حسن هاني زاده  هم وائي؛له اتو ساعتونو هم په کم وخت کې د حماس مبارزانو له خوا لږرترلږه ،۵ زره په ټارګټ دقیق لګیدونکي توغندي او له راډاره تښتیدونکي سل ډرونز،په نیواکي ټاټوبو کې د اسرائيلو د اقتصادي او پوځي تاسیساتو په لور توغول شوي او د اسرائيلو وسپنیز ډال ددغو توغندیو اوډرونز په مخنیوی کې په بشپړ ډول ناکام شوی دی. په تیرې یوې لسیزې کې د صهیونیسټ رژيم پوځ،خپل ټول زیرمه ځواکونه ورغوښتي  او دا ښې چې په نیواکي ټاټوبو کې حالات په بشپړ ډول ترینګلي  دي.

Image Caption

 

          د طوفان الاقصی نومې عملیاتو څلورم لوی او اوڅاره اړخ، د صهیونیسټي رژيم د استخباراتي اورګانونو غافلګیری او لوي شاک دی.غافلګیری یو ترټولو مهم پوځي اصول بلل کیدلی شي چې  د حماس  غورځنګ دغو میړنیو مبارزانو  به دغو عملیاتو کې نندارې ته وړاندې  کړي دي. د طوفان الاقصی عملیاتو رسیندوئي ویښتیا او فعالیت هم یو بل لوي بریالیتوب دی  او ښئ چې ددغو عملیاتو د ترسره کولو لپاره  په میاشتو میاشتو وخت لګول شوی دی.بې شکه د حماس مبارزان وددغو عملیاتو د ترسره کولو لپاره له پاراګلائيډرز او کوادکوپټرو څخه د استفادې روزنې لیدلي،خو د طوفان الاقصی ناڅاپی عملیاتو په ځان پسې د صهیوینسټانو ښکاره لالهاندي او بې وسي او ناخبری هم په ځان پسې درلودلې ده او ددغه جنایتکار رژيم سیاسی او پوځي چارواکو ته ئې دروند شاک رسولی دی . هغه څه چې  د صهیونیسټي رژيم  دغه ناکامي لا درندوي ، دادي چې دغه رژيم دغزې تړانګې پشمول په زیاتو سیمو کې ډير زیات جاسوسان لري ،خو دغه جاسوسانو هم څه کار ونه کړئ شو.

د انګلستان ګارډیّن خپرونې د صهیونیسټي رژيم د مورچلو او پوځي  مرکزونو په ضد دفلسطینی مقاومتي مبارازنو  د عملیاتو په باب په یوه راپور کې  لیکلي  دي،، په اسرائيلو دحماس ناڅاپي حمله تر پيړیو پيړیو پورې یوه لویه استخباراتي ناکامی یادیږي. یوازې په څوساعتونو کې د غزې په لسګونووسلوالو د اسرائیلو د جنوب په لور سرحدي کلایه ونړوله  او ځاي پوځیان ئې غافلګیر کړل . وسلوالو کسانو  په جنوبی سرحدي پټی کې اسرائیلیان وتښتول او وې وژل   او په ډيرو ځایونو کې ئې د پرمختګ په وخت فیلمونه هم جوړ او خپرۀ کړل. که دحماس عملیات  حیرانونکي دي ، نو په دې دلیل  دي چې د فلسطین پر سیمو  د اسرائيلو کړچار او کړنې ډيرې پيچلي او یرغلیزې دي  او  د حماس په فعالیت باندې څارنه اوا  په تیره بیا  د اسرائيلو دامنیتي  تشکیلاتو یوه ترټولو مهمه دنده شمیرل کیږي؛::د انګلستان دغې خپرونې  لیکلي دي،سره له دې چې د اسرائيلو د جاسوسی ټيکنالوجۍ صنعت، هماغه شان چې دپګاسس  جاسوسي نرم آوزارونو  پيښه نندارې ته وړاندې کوي، د نړۍ یو ترټولو پرمختللی صنعت دی، خو  د حماس عملیات ئې ونه پيژندل شول . دا چاره ښئ چې  حماس په داسې حال کې چې  اوږدمهاله پلانونې ته تل کلک هوډ لري او جوګه ئې  دي، له پوځي چیلنجونو سره په ډغرې وهلو کې لا ماهر   او زړور شوي دي  او  اسرائيلو ته ئې په تاوان رسولو اوپلانونې کې  لازیاته هڅه  کړې ده .

Image Caption

 

  د حماس د طوفان الاقصی عملیاتو څلورم اړخ هم پلانونه ده .دغه عملیات سره له دې چې د صهیونیسټي رژيم لویه ماته وه،د اسلامی مقاومتي غورځنګ یوه هوښیاره او ځرَکه پلانونه  هم وه .صهیونیسټي رژيم  په داسې حال کې  د فلسطینیو مبارزانو  په وړاندې پوځي،اطلاعاتي او امنیتی  ماته  وزغمله چې اساسا فلسطین  د  حزب ا... غورځنګ په څير د مقاومت  له نورو ځواکونو څخه  په اطلاعاتي  او پوځي اړخ کې لاکمزوری دی،له هغو روزنو ورتیر  چې  د حماس مبارزانو لیدلي،بې له دې چې صهیونیسټان ورته متوجه شي،د عملیاتو دترسره کیدا وخت هم ډيرمهم ؤ.دغه عملیات په داسې شرائطو کې ترسره  شو ل چې د صهیونیسټ رژیم د پوځ ډیر پرسنل د اختر په چټئ وو. وئيل کیږی،د حماس مقاومتي غورځنګ کابو زر مبارزان ښارګوټو ته وارد شول  او حتی اسرائيلي لوړپوړي پوځي افسران او څو جنرالان ئې هم اسیران کړل . پر دې سربیره د عملیاتو له ترسره کیدا مخکې او په تیرو دوو کلونو کې  د حماس ځيرکتیا او هوښیاري  ډیره مهمه وه ،ځکه حماس اجازت ورکړ،صهیونیسټي رژيم دا خیال وکړي چې  دغه غورځنګ نور  مقاومت او مبارزې ته قایل نه دی او له صهیونیسټي رژيم سره  بازباز کول غواړي او د فلسطین   له اسلامی جهاد غورځنګ سره  هم اختلاف لري. دغه اخستون  چې  صهیونیسټانو په نزد رامینځةشو، سبب شو څو  دوی حتی د حماس دپوځي حملې  تصوّر نهم ونه لرل شي، لا پاتې دا چې د اسرائيلو په تاریخ کې ددغه رژيم په ضد  ترټولو ستره پوځي حمله وکړي.دغې حملې د اسلامی جهاد او حماس غورځنګونو ترمینځ پر اختلافاتو د باطیلیدا کرښه راکښله او ثابته ئې کړه چې د فلسطین مقاومت  له بل هر وخته لازیات پياوړی اوقدرتمند شوی او په کاڼو سره له انتفاضې ، په ماډرن پوځي تجهیزاتو سره تر جنګ پورې  رسیدلی دی .  

Image Caption

 

            د طوفان الاقصی عملیاتو پنځم سټراټژيک اړخ د نتناهو د کابینې احتمالی دړې وړې کیدا ده.دغه جنګ په داسې شرائطو کې شوی چې  صهیونیسټي رژيم په ترټولو لړزانده داخلی شرائطو کې  دی. ۲۰۱۸ کال،هم د د غزې په وړاندې ماته هم ، دغه جنایتکار رژيم د کابینې د دړې وړې کیدا او د باطلو انتخاباتو د پنځم پړاؤ دترسره کیدا لامل شوه. اوس ددغه جنګ یوه پایله او اړخ د نیواکي ټاټوبو په داخل کې د اختلافاتو د لازیاتیدا او د نتنیاهو د کابینې د بیا دړې وړې کیدا او حتی د هغه دسیاسی عمر پاي کیدلی شي. ځکه داسرائیلو د تاریخ ترټولو درنده پوځي ناکامي،د نتنیاهو په نامې سره ثبت شوې ده . په حقیقت کې طوفان الاقصی د نتنیاهو د افراطي او زوړپالې کابینې  د توکمپالو چلندونو پایلې وې او دغه عملیات ثابتوي  چې د فلسطنیانو په ضد په تاؤتریخوالي او توکمپالنې کې  افراط به نه یوازې د دوي دشاتګ سبب  نشي ،بلکې  مقاومت لاپیاوړی کوي او د اسرائيلو د کابینې دړې وړې کیدا او  داخلی اختلافاتو لبا زیاتیدا به هم په ځان پسې ولري.

Image Caption

 

             د حماس غورځنګ د مبارزانو د طوفان الاقصی عملیاتو شپږم سټراټژيک اړخ پر عادي کیدا د یوه غشي ګوزار دی .مهم ټکی دا چې جنګ په داسې شرائطو کې رامینځةشوی چې اسرائيلو او امریکا له عربستان سره د  صهیونیسټي رژيم د  اړیکو د عادي کولو پروژه  پر مخ روانه کړې ده.  د عربستان خارجه وزارت  په یوې اعلامیې کې  په صهیونیسټي رژيم په نیوکو سره وئیلي دي،دغه جنګ د صهیونیسټي رژيم د تاؤتریخوالو نتیجه ده.په دغې اعلامیې کې راغلي دي،عربستان یو ځل بیاد فلسطینیانو دمقدساتو په ضد دهدفمنو لمسَؤنکو اقداماتو دتکراریدا او دغه راز له  خپلو حقه اوروا حقوقو څخه د فلسطین د ملت د محرومولو او نیواکګرۍ ددوام  په نتیجې کې د حالاتو تر چاودیدونکو خطرو په باب  خپل بیا بیا خبرداري تکراروي . په کلی توګه  باید ووئيل شي چې طوفان الاقصی نومې عملیات په لویدیځي آسیاسیمې کې د اسرائيلوضد روح راژوندی کړ.   او وروستی ټکی دا چې ،د طوفان الاقصی عملیات د  اسلامی انقلاب د ستر لارښود او د مسلمانانو ولی امر حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي  له هغې وینا یوه اونۍ وروسته ترسره شول چې  ئې فرمائيلی دي؛هغه حکومتونه چې له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د عادي کولو قِمار یا جَوارئ پسې دی ، پوهه دې شي، د  اروپایانو په قوله  دوی لګیا دي په بایلل شوي اسپ باندې شرط تړي..

=     دوستانو ددغه ننني ځانګړي مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تربل وخت پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ،سرلوړي او بریالي ووسئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************