د فلسطین مبارزانو په اسرائیلو توغندي ویشتلي دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین مقاومت ځواکونو بیګا د اسرائیلو رژیم په پلازمینې تل اویو ، نیواکي قدس ، بئر السبع، اشدود ، عسقلان ، نتیفوت او سدیروت ښارونو باندې لسګونو توغندي وویشتل.
د فلسطین د مقاومت د ځواکونو له توغندوي حملو سره په یووخت د فلسطین له غزې تړانګې سره په سرحد کښې د «غلاف غزه» په نوم د سیمې په ښارګیو کښې د توغندوي حملو د سایرونونو غږونه واوریدل شول او دوه توغندي هم د اسرائیلو په سدیروت ښار باندې لګیدلي دي.
د فلسطین مقاومت ډلو دغه راز په تل اویو او نیواکي قدس ښارونو باندې هم توغندوي بریدونه کړي دي.
بل خبر دا چې د فلسطین حماس غورځنګ ویاند حازم قاسم وویل که په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو رژیم ځمکنۍ حمله وشي او که ونشي مقاومت ځواکونه د ټولو سناریو ګانو لپاره چمتو دي.
هغه وویل« رفع» سرحدي لاره باید پرانیستل شي او مونږ د رفع سرحدي لارې د پرانیستل کیدا په هکله د موافقې په اړه هیڅ اطلاعات نلرو.
حازم قاسم وویل د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو غواړي فلسطین ملت له مینځه یوسي خو هیڅ نیواکګر رژیم د فلسطین ملت له مینځه نشي وړلی.
دا په داسې حال کښې دي چې وړمه ورځ د اسرائیلو « یسرائیل هایوم» ورځپانې په یوه راپور کښې د غزې تړانګې پرضد د ځمکنیو عملیاتو د پیلولو په هکله د صهیونیست رژيم د پوځي او د سیاسي چارواکو ترمینځ د سختو اختلافاتو خبر ورکړ.