امنیت شورا د فلسطینیانو د وژلې په بندولو کښې ناکامه ده
Oct 19, 2023 07:47 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د فلسطین سفیر ریاض منصور د امنیت شورا په غونډې کښې وویل امنیت شورا د صهیونیسټ رژیم لخوا د فلسطینیانو د وژلې په بندولو کښې ناکامه ده او ماتي یې خوړلي ده.
ریاض منصور په دې خبرې سره چې اسرائیل د فلسطین د بې ګناه خلکو له وژلو انکار نه کوي او کلونه کلونه کیږي چې دغه کار یې بیا بیا ترسره کړی دی وویل د ملګروملتونو امنیت شورا ونه توانیدله د اسرائیلو رژیم لخوا د فلسطین د زرګونو خلکو د عام وژلې مخه ونیسي.
په ملګروملتونو کښې د فلسطین سفیر ریاض منصور وویل دغه جنګ بندیدلای شي او باید سمدستي بند شي او هر ډول ځنډ به له خطر څخه ډک وي او د ډیرو خلکو د مړینې سبب به شي.
ټیګونه