له فلسطین څخه د اسلامي حکومتونو او ولسونو هممهاله ملاتړ
د اسرائیل د وحشي رژیم له لورې د فلسطني ښځو او ماشومانو د عام وژنې یوه پایله له فلسطین څخه په ملاتړ کې د اسلامي حکومتونو او ولسونو تر مینځ د اجماع رامینځ ته کېدا ده.
د فلسطیني مسلمان ولس په ضد او په تېره بیا په غزې کې د صهیونیست رژیم د څلورویشت ساعته بمبارونو له دوام نه دوې اونۍ تیرې شوې دي. تر دې دمه د صهیونیست رژیم د بریدونو په پایله کې ۳۸۰۰ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او له ۱۳ زرو نه زیات ژوبل شوي دي چي اکثره یې ښځې او ماشومان دي. یوازې په غزې کې د المعمدانی په روغتون باندې د اسرائیل د رژیم په هوایي برید کې ۵۰۰ تنه شهیدان شول چي دا د جنګي جنایت یوه ستره بېلګه ده.
دغه جنایات تر دې دمه مختلفې پایلې درلودلې چي یوه تر ټولو مهمه پایله یې له فلسطین څخه په ملاتړ کې د اسرائیل د نیواکګر رژیم په ضد د اسلامي هیوادونو او ولسونو تر مینځ د اجماع رامینځ ته کېدا ده.
په ټولو اسلامي هیوادونو کې خلګ د فلسطین د بیرغونو په رپولو سره، له اسرائیل نه د کرکې او له فلسطین نه د ملاتړ اعلان کړي دي. په اردن، عراق او لبنان کې هم خلګو د صهیونیست رژیم او د جنایتکاره امریکا په سفارتونو بریدونه کړي او خپله غوصه یې له روانو جنایاتو څخه څرګنده کړي او امریکایې د اسرائیل د رژیم د جنایاتو شریکه بللې ده.
د حکومتونو په کچه، چي د نړیوال نظام لوبغاړي بلل کیږي، د اکثرو اسلامي هیوادونو چارواکو د صهیونیست رژیم د جنایاتو په وړاندې غبرګون ښودلي دي او د عربستان په جدې کې د اسلامي همکاریو د سازمان فوق العاده غونډه تر سره شول.
د دې غونډې په بیانیه کې په څو مهمو ټکو ټینګار شوی دی، په غزې او د اردن د سیند په لوېدیځې غاړه کې په فلسطینیانو باندې د اسرائیل د رژیم د بریدونو سملاسي بندېدا، فلسطین د ټولو اسلامي هیوادونو د لومړۍ مسالې په توګه په نظر کې نیول کېدا او غزې ته د سملاسي بشري مرستو لېږدول له یادو ټکو څخه بلل کیږي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په وېنا، د جدې په غونډه کې ټولو چارواکو وویل چي د امریکایانو او د اسرائیل د رژیم دا خبره دروغ ده چي ګواکې په غزې کې روغتون د حماس او اسلامي جهاد له لورې په نښه شوی دی، او اسرائیل رژیم ورباندې بمبار نه دی کړی.
دغه غبرګونونه ښودنه کوي چي د فلسطین مساله د اسلامي هیوادونو لپاره له پخوا نه زیات اهمیت موندلی دی. د الاقصی طوفان له عملیات او د صهیونیست رژیم له جنایاتو مخکې، له عربو هیوادونو سره د اسرائیل د رژیم د اړیکو د رغېدا بهیر دوام موندلی وو، چي د طوفان الاقصی له عملیاته وروسته، نه یوازې دا بهیر بندون سره مخ شو، بلکې د فلسطین مساله بیا ځلې عربانو ته اهمیت پیدا کړه، له غزې نه په زوره د فلسطینیانو د شړلو لپاره د اسرائیل د رژیم له طرحې سره، د عربستان، مصر او اردن مخالفت له فلسطین څخه د یادو هیوادونو د ملاتړ ښودنه کوي. وروستۍ خبره دا چي د غزې په ضد د صهیونیست رژیم د جنایاتو دوام، د اسلامي هیوادونو تر مینځ له فلسطین څخه په ملاتړ کې یوه بله اجماع هم رامینځ ته کولایشي، هغه د ټولو اسلامي هیوادونو له لورې د اسرائیل د رژیم سره د رسمي او پټو اړیکو بندېدل او په دې رژیم باندې د بندیزونو لګول دی.