اسرائیلو د حزب الله نولس مباززان شهیدان کړي
فارس خبري اژانس راپور راکړی په تیرو څوارلسو ورځو کښې د لبنان په جنوب باندې د صهیونیسټ رژیم له تیریو سره په مقابلې کښې د لبنان د حزب الله اسلامي مقاومت غورځنګ د شهیدانو شمیر نولسو ته ورزیات شو.
د لبنان په جنوب باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو په بهیر کښې د حزب الله غورځنګ د دوو نورو مبارزانو د شهادت په هکله د دغه غورځنګ د نن سهار په بیانیې سره په تیرو دوو اونیو کښې د حزب الله د شهیدانو شمیر نولسو ته ورزیات شوی دی.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ له تیریو سره د حزب الله غورځنګ د مقابلې په دوام کښې صهیونیسټ نیواکګرانو له دوو اونیو وروسته بیګا د لبنان په جنوب باندې هوايي بریدونو ته مخه کړه.
د لبنان حزب الله غورځنګ پرون د پینځم ځل لپاره د یوې بیانیې په خپرولو سره د لبنان په جنوب باندې د اسرائیلو رژیم تیریو ته په غبرګون کښې د صهیونیسټ رژيم په مرکزونو د حملې خبر ورکړ.
د لبنان حزب الله اسلامي مقاومت غورځنګ دې ته په اشارې سره چې دغه حمله په هدایت شوي توغندي سره شوي ده وویل د دغه برید په وخت کښې د « دوفیف» مرکز په خوا کښې په یوه هار ګاډی توغندی ولګیده او څو صهیونیسټان مړه او ژوبل شول.
د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه د صهیونیسټ رژیم پرضد د فلسطین د حماس غورځنګ لخوا د طوفان الاقصی د عملیاتو له پیل څخه وروسته چې له کبله یې کابو پینځلس سوه صهیونیسټان هلاک او کابو پینځه زره نور ژوبل شوي وو د قدس نیواکګر رژیم کابینې د فلسطین په غزې تړانګې باندې د پراخو حملو د پیلولو حکم ورکړ.
د صهیونیسټ رژیم پوځ نن بیا وویل چې دوې به د فلسطین په غزې تړانګې باندې له ځمکنې حملې پیلولو وروسته په دغه سیمې حملې نورې هم زیاتې کړي.
د ملګروملتونو مرستندویه اژانسونو ویلي په غزې تړانګه کښې د بوږونکو بشري حالاتو په هکله خبرداری ورکړی دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت د شمیرنو پراساس په غزې تړانګې او لویدیځې غاړې کښې په خلکو باندې د صهیونیسټ رژيم په هراړخیزه حملو او بمباریو کښې د شهیدانو شمیر کابو پینځو زرو ته رسیدلی دی او د ژوبلو شمیر هم له څوارلسو زرو څخه زیات شوی دی.