اسرائیل د فلسطین په غزې تړانګې حملې زیاتوي
زمونږ خبریال راپور راکړی په غزې تړانګې باندې د ځمکنۍ حملې لپاره د تدارکاتو د بشپړیدا له راپورونو سره په یووخت د صهیونیسټ رژیم پوځ وویل له نن څخه په غزې تړانګې باندې حملې زیاتوو.
په داسې حال کښې چې د ملګروملتونو او د امنیت شورا په شمول نړیوالو ارګانونو د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ رژيم په جنایتونو باندې خپلې سترګې پتې کړي دي او لویدیځ هیوادونه د فلسطین په غزې تړانګې باندې د نیواکګ صهیونیسټ رژيم د حملو ملاتړ کوي تل اویو په غزې تړانګې باندې د حملو د زیاتیدا خبر ورکړ.
د صهیونیسټ رژیم پوځ نن سهار وویل له نن څخه په غزې تړانګې باندې وحشیانه حملې نورې هم زیاتوي.
د صهیونیسټ رژيم دیارلسم ټیلي ويژن راپور ورکړ د دغه رژیم پوځ په غزې تړانګې باندې د ځمکنۍ حملې لپاره تداکارت بشپړه کړي دي او یوازې د سیاسي کابینې د تائید په تمه یوو.