د غزې ټولو روغتونونو ته د صهیونیسټي رژیم خبرداری
د غزې د روغتیا وزارت ویاند په دې خبرې سره چې صهیونیسټي رژيم د غزې ټولو روغتونونو ته خبرداری ورکړی دی، وویل: دا ویره شته چې د المعمداني په روغتون له حملې هم ستره حمله وشي.
د غزې د روغتیا وزارت ویاند په دې خبرې سره چې صهیونیسټي رژيم د غزې ټولو روغتونونو ته خبرداری ورکړی دی، وویل: دا ویره شته چې د المعمداني په روغتون له حملې هم ستره حمله وشي.
د فارس خبري آژانس په لیکنه، د غزې د روغتیا وزارت ویاند وویل: په غزه کښې ټولو فعالو روغتونونو ته د صهیونیسټي رژيم له خوا خبرداری ورکړی شوی دی.
هغه د صهیونیسټي رژیم د جنګي الوتکو پرله پسې بمباریو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې تراوسه ډیر خلک تر کنډولو لاندې ګیر دي.
هغه ټینګار وکړ چې په غزه کښې د صهیونیسټي رژيم له خوا له المعمداني روغتونه ستره حمله وشي.
د غزې د روغتیا وزارت ویاند همداشان وویل چې د صهیونیسټي رژيم ټول اهداف د خلکو کورونه او ملکي وګړي دي.
د غزې د العوده روغتون مدیر الجزیره چینل ته ویلي وو: د امکاناتو د نشتوالي په وجه زیاتره وختونه بې له بیهوشۍ د زخمیان د بدن اندامونه غوڅول کیږي.
هغه ټینګار وکړ چې د غزې د روغتونونو طبي عمله سخته ستړې شوې ده خو بله چاره نه لرو.
هغه همداشان وویل چې په الجبلیه باندې د صهیونیسټي رژیم د حملې زیاتره شهیدان ښځې او ماشومان دي.