غزه کښې د حماس د دافع هوا قومندان شهید شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i140618-غزه_کښې_د_حماس_د_دافع_هوا_قومندان_شهید_شو
ویل کیږي چې شهید ابورکبه په حماس کښې د ډرون او پاراګلایډر عملیاتو، د هوايي جاسوسۍ او دفاعي سیسټم د برخې قومندان و.
(last modified 2023-10-28T03:58:43+00:00 )
Oct 28, 2023 08:26 Asia/Kabul
  • غزه کښې د حماس د دافع هوا قومندان شهید شو

ویل کیږي چې شهید ابورکبه په حماس کښې د ډرون او پاراګلایډر عملیاتو، د هوايي جاسوسۍ او دفاعي سیسټم د برخې قومندان و.

د صهیونیسټي رژيم پوځ مدعي شو چې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځڼګ(حماس) د دافع هوا ځواک قومندان د صهیونیسټي رژيم د جنګي الوتکو په بیګانیو پراخو بریدونو کښې شهید شوی دی.

د سکای نیوز د خبر له مخې، د صهیونیسټي رژيم پوځ د یولړ تصویرونو په خپرولو سره مدعي شو چې د حماس د دافع هوا سیسټم او د ډرون بریدونو قومندان عصام ابورکبه په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم په بیګانیو سختو هوايي حملو کښې په شهادت رسیدلی دی.

ویل کیږي چې شهید ابورکبه په حماس کښې د ډرون او پاراګلایډر عملیاتو، د هوايي جاسوسۍ او دفاعي سیسټم د برخې قومندان و.