په غزې کښې د صهیونیسټانو جنایتونه ښکاره نسل وژنه ده
Oct 29, 2023 12:31 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه چارو وزارت ویاند ناصر کنعانی په غزې سیمه کښې د شهیدان شویو ماشومانو د تصویرونو په خپرولو سره په دغه سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځيانو جنایتونه ښکاره نسل وژنه وبلله.
هغه نن په خپلې ایکس انیټرنیټ پاڼې کښې د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو د شهیدان شویو ماشومانو د عکسونو په خپرولو سره ولیکل دغه تصویرونه په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتکار پوځ د جنایتونو یوه ډیره کوچنۍ نمونه او بیلګه ده.
ټیګونه