د صهیونیسټي رژيم خلاف د یمن ډرون عملیات
Nov 02, 2023 03:56 Asia/Kabul
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع پرون د صهیونیسټي رژيم خلاف د یمن د پوځ د بې پایلټه الوتکو د عملیاتو خبر ورکړ.
د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې یحیی سریع اعلان وکړ: د یمن وسله والو ځواکونو د غزې د مظلومو خلکو په ملاتړ کښې په زیات شمېر بې پیلوټه الوتکو سره په نیواکي فلسطین حمله کړې ده.
سریع زیاته کړه د یمن وسله وال ځواکونه به د غزې د مظلومو خلکو په ملاتړ کښې د اسرائیلو د تیریو تر ختمیدو پورې د یمن د ولس او د اسلامی امت د ټولو ولسونو د غوښتنو په ځواب کښې خپلو پوځی عملیاتو ته دوام ورکړی.
د صهیونیسټ رژیم پرضد د بې پیلوټه الوتکو دغه عملیات په داسې حال کې ترسره شوي چې صهیونیسټي سرچینو په تیرو ورځو کښې هم له یمن څخه د حملو خبر ورکړی وو.
ټیګونه