حزب الله او حماس غورځنګونو د اسرائیلو ټانکونه تباه کړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ او د لبنان حزب الله غورځنګ د اسرائیلو په پوځ باندې ستره حمله وکړه او له کبله یې د صهیونیسټ رژيم شپږ ټانکونه او نهه پوځي ګاډي تباه شول او دغه راز د اسرائیلو د پوځ د یوه لوړرتبه افسر په شمول نولس پوځيان هلاک شوي هم دي.
د فلسطین حماس غورځنګ په شبعا کروندو کښې د اسرائیلو د عسکرو په یوه مرکز برید وکړ.
د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام غونډ د لبنان له شمالي سیمې د اسرائیلو په کریانه شمونه سیمې باندې دولس راکټونه وویشتل او له کبله یې په ټوله سیمه کښې اور لګیدلی دی.
د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله هم د اسرائیلو په نولسو پوځي مرکزونو باندې بریدونه وکړل.
د اسرائیلو د پوځ ویاند وویل په غزې کښې د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې راهسې تر پرون پورې د صهیونیسټ رژيم درې سوه اته دیرش پوځيان هلاک شوي دي.
دغه راز د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه پرون وویل سیمې ته د امریکا د خارجه وزیر انتوني بلینکن له سفر سره په یووخت د صهیونیسټ نیواکګرانو نوی وحشي توب ښودنه کوي چې دغه حملې د امریکا په اجازې او پوښښ سره ترسره کیږي.
هغه په اسلامي او عربي ملتونو او د نړۍ په پتیالیو غږ وکړ چې د صهیونیسټ رژيم او د هغه د ملاتړو په وړاندې ددغو وینو تویو په هکله خپلې کرکې ته دوام ورکړي او د نړیوالو او اسلامي او د عربي دریځ غوره کولو غوښتونکي شي چې نیواکګران د جنایتونو بندولو ته مجبوره کړي.