صهیونیسټي دښمن د خپلې ماتې بدل له ښځو او ماشومانو اخلي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141250-صهیونیسټي_دښمن_د_خپلې_ماتې_بدل_له_ښځو_او_ماشومانو_اخلي
د حماس د سیاسي دفتر غړي وویل: صهیونیسټي دښمن او د هغه ماتې خوړلی پوځ له مقاومت څخه د خوړلې ماتې غچ له ماشومانو، ښځو او ملکي وګړو اخلي.
(last modified 2023-11-08T23:42:57+00:00 )
Nov 09, 2023 04:03 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي دښمن د خپلې ماتې بدل له ښځو او ماشومانو اخلي

د حماس د سیاسي دفتر غړي وویل: صهیونیسټي دښمن او د هغه ماتې خوړلی پوځ له مقاومت څخه د خوړلې ماتې غچ له ماشومانو، ښځو او ملکي وګړو اخلي.

د حماس د سیاسي دفتر غړي وویل: صهیونیسټي دښمن او د هغه ماتې خوړلی پوځ له مقاومت څخه د خوړلې ماتې غچ له ماشومانو، ښځو او ملکي وګړو اخلي.

اسامه حمدان" دې ته په اشارې سره چې مقاومت هره ورځ دښمن ته د سر او مال تاوان رسوي، وویل: د قدس د نیواکګر رژيم د ځواکونو د هلاکت حقیقي شمیر، له هغه څو چنده زیات دی چې د اسرائیلو پوځ یې اعلانوي.

هغه ټینګار وکړ، د صهیونیسټي رژیم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د بهرنیو اسیرانو د آزادۍ مخه نیسي خو حماس د هغوي آزادولو ته خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

اسامه حمدان څرګنده کړه: باید د بهرنیو اسیرانو د سلامتیا د ضمانت په لړ کښې د هغوي له آزادۍ مخکښې امنیتي حالات برابر شي.

هغه د عربو او اسلامي هیوادونو له مشرانو وغوښتل چې د اسرائیلو له رژیم سره د اړیکو د ختمولو په لړ کښې پریکنده دریځ غوره کړي.

هغه د فلسطین په خلکو باندې د بریدونو په سمدستي بندیدو ټینګار وکړ او نتانیاهو ته یې خبرداری ورکړ چې مقاومت به دې مجبور کړي چې د خپلو اسیرانو د آزادۍ لپاره ډیر لګښت ورکړې.