سعودي عربستان یو بل ستر ښار جوړوي
زمونږ خبریال راپور راکړی سعودي عربستان د یوه بل ستر ښار یعني میګا سیټي(Mega City) د جوړولو اعلان وکړ.
د دغه نوي ښار نوم هم «مرافي» اعلان شوی دی.
دغه نوی ښار به د عربستان د حکومتي پانګونې د صندوق په مرستې سره د روشن ګروپ لخوا جوړ شي.
دغه ښار به د سعودي عربستان د جده ښار په شمال کښې جوړ کړی شي او پکښې به د لندن به شان یولس کلومیټره یو اوږد نهر یعني ویاله جوړیږي چې پلنوالی به یې سل میټره وي.
راپورونه وايي چې په سعودي عربستان کښې د دغه نهر چې په لومړي ځل کیندل کیږي دواړو غاړو ته ښکلي ښکلي کورونه او ودانۍ جوړیږي او هلته به یولک دیرش زره خلکو ته د وسیدو اجازه ورکړل شي.
باید ووایو چې سعودي عربستان له مارفي ښار جوړولو څخه مخکې د نیوم په نوم د یوه بل ښار جوړول له مخکې څخه پیل کړي دي چې اوس هم دوام لري.