مرکاوا ټانکونه د اسرائیلیانو  په تابوتونو بدل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141308-مرکاوا_ټانکونه_د_اسرائیلیانو_په_تابوتونو_بدل_شوي_دي
دغزې ښار په شمال لویدیځ کې ئې  په التوام سیمې کې د  اسرائيلی پوځ یو ټانک، په شیخ  رصوان سیمې کې  بو بل ټانک ، درې پوځي ګاډي او یو بولډوزر  په  یاسین ۱۰۵ډوله توغندي سره  لووولَپه  سوځولي دي .
(last modified 2023-11-09T23:24:45+00:00 )
Nov 10, 2023 03:52 Asia/Kabul
  • مرکاوا ټانکونه د اسرائیلیانو  په تابوتونو بدل شوي دي

دغزې ښار په شمال لویدیځ کې ئې  په التوام سیمې کې د  اسرائيلی پوځ یو ټانک، په شیخ  رصوان سیمې کې  بو بل ټانک ، درې پوځي ګاډي او یو بولډوزر  په  یاسین ۱۰۵ډوله توغندي سره  لووولَپه  سوځولي دي .

د فلسطین داسلامی جهاد  د پوځي څانګې سرایا القدس ویندوي  ووئیلو دمونږ دښمن چې  دپرمختګ تګ هڅه کوي ،  پخپلو ټانکونو کې چې په خوځنده تابونو بدل شوي دي ،د درد او کړاؤ خوند څکي .

 د حماس غورځنګ عزالدین قسام  کنډکونو هم پرون د طوفان الاقصی  په ۳۴ورځې  په غزې کې د صهیونیسټي رژيم  دپوځي تجهیزاتو او مورچلو په شیشت کې د راوستو خبر ورکړ. د القسام په خبرتیا کې راغلی دي ، دغزې ښار په شمال لویدیځ کې ئې  په التوام سیمې کې د  اسرائيلی پوځ یو ټانک، په شیخ  رصوان سیمې کې  بو بل ټانک ، درې پوځي ګاډي او یو بولډوزر  په  یاسین ۱۰۵ډوله توغندي سره  لووولَپه  سوځولي دي .

ایرنا  خبري آژانس راپور ورکړ د فلسطین  داسلامی جهاد  دپوځي څانګې ویندوي ابوحمزه  پرون ناوخته  دغزې د جنګ په باب په یولړ څرګندونو کې روښانه کړه ، دمونږ دښمن ډيرې ورځې کیږي، چې په څو چورلیزونو کې پرمختګ کوي،خو درنده او سپیره ماته خوري او شاتګ ته اړکیږي.  ابو حمزه  دغه راز ووئیل،  مونږ دطوفان الاقصی ناڅاپی  عملیاتو نه جلاکیدونکی برخه یوو  او د القسام کنډکونو د مبارزانو ترڅنګ  له وحشي صهیونیسټي دښمن سره  په جنګ بوخت یوو.

له بل پلوه د لبنان دحزب ا... مبارزانو هم په یوې خبرتیا کې  پرون د نیواکي فلسطین په شمال کې په المطله سیمې کې د وحشی او جنایتکار رژيم دپوځ  د دوو مرکاوا ټانکونو د تباه کولو خبر ورکړ چې په کې سواره پوځیانو ته هم مرګ ژوبلې  اوښتي دي.