د حزب الله په حمله کښې ۲۹ صهیونیسټان زخمي شول
خبري سرچینو تیره شپه رپورټ ورکړی چې د حزب الله په برید کښې د صهیونیسټي رژيم ۲۹ کسان ژوبل شوي دي.
د ایرنا د خبر له مخې، خپرې شوې ویډیوګانو ښودنه کوي چې یوشمیر صهیونیسټان وژل شوي دي خو د صهیونیسټي رژیم پوځ تر دې شیبې د هغوي د وژل کیدو په هکله کوم خبر نه دی خپور کړی.
دغه کسان په «الجلیل الاعلی» کښې په دوویو ښارګي باندې حمله کښې زخمي شوي دي.
د صهیونیسټانو د زخمیانو او تلفاتو د شمیر زیاتیدل په داسې حال کښې دي چې «معاریو» تیره جمعه په نیواکي ټاټوبي کښې د وروستۍ نظرسنجۍ په خپرولو سره ولیکل: ۸۰ فیصده اسرائیلیان نتانیاهو د ماتې او په طوفان الاقصی عملیاتو کښې د پراخې وژلې مسئول ګڼي.
د فلسطین د مقاومت په وړاندې د صهیونیسټي رژیم له ماتې وروسته له نتانیاهو او د هغه له کابینې څخه د نیواکي ټاټوبي د اوسیدونکو کرکه زیاته شوې ده.