صهیونیسټانو د شفا روغتون د اوبو اصلي پایپ لاین وچاودوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141622-صهیونیسټانو_د_شفا_روغتون_د_اوبو_اصلي_پایپ_لاین_وچاودوه
د روغتون د ټولو برخو او وارډونو اوبه، بریښنا او آکسیجن بند شوی دی
(last modified 2023-11-15T23:30:05+00:00 )
Nov 16, 2023 03:52 Asia/Kabul
  • صهیونیسټانو د شفا روغتون د اوبو اصلي پایپ لاین وچاودوه

د روغتون د ټولو برخو او وارډونو اوبه، بریښنا او آکسیجن بند شوی دی

په غزه کښې د الشفاء میډیکل کمپلکس مشر وویل چې صهیونیسټانو دغه روغتون ته تلونکې د اوبو اصلي نل لیکه وچاودوله او اس هلته یو څاڅکې اوبه هم نشته.

د الشفاء روغتون مشر محمد ابوسلمیه وویل: د صهیونیسټي رژیم پوځیان لاهم د روغتون په ځینو وارډونو کښې موجود دي او درملتون ته د تګ اجازه نه ورکوي او هر څوک چې خوځي، ډزې پرې کوي.

هغه زیاته کړه: د روغتون د ټولو برخو او وارډونو اوبه، بریښنا او آکسیجن بند شوی دی.

ابوسلیمه هم داشان وویل: صهیونیسټانو د روغتون د اوبو اصلي پایپ لاین وچاودوه او اوس په دې روغتون کښې یو څاڅکې اوبه هم نشته.

هغه وویل: وتوانیدو چې ۸۲ مړي ښخ کړو او ۶۰ نور مړي په ایمرجنسي وارډ کښې پراته دي چې نه یې شو دفن کولې.

د الشفاء روغتون مشر په دې خبرې سره چې هیڅ کوم ډاکټر په روغتون کښې دننه له یوې برخې نه بلې ته نه شي تلی، څرګنده کړه: څه باندې ۹۰۰ ناروغان او ۵ زره کډوال له پریکنده مرګ سره مخامخ دي.