حزب الله له اسرائيلو هیڅ ویره نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141624-حزب_الله_له_اسرائيلو_هیڅ_ویره_نه_لري
د لبنان د حزب الله مرستیال مشر په یوه وینا کښې ټینګار کړی دی: مونږ له اسرائیلو نه ویریږو او که له لبنان او حزب الله سره د جنګ پریکړه وکړي نو د دغه رژيم د پرزولو لپاره به په خپل پوره قدرت سره، ورسره مقابله وکړو.
(last modified 2023-11-15T23:33:13+00:00 )
Nov 16, 2023 04:00 Asia/Kabul
  • حزب الله له اسرائيلو هیڅ ویره نه لري

د لبنان د حزب الله مرستیال مشر په یوه وینا کښې ټینګار کړی دی: مونږ له اسرائیلو نه ویریږو او که له لبنان او حزب الله سره د جنګ پریکړه وکړي نو د دغه رژيم د پرزولو لپاره به په خپل پوره قدرت سره، ورسره مقابله وکړو.

د لبنان د حزب الله مرستیال مشر په یوه وینا کښې ټینګار کړی دی: مونږ له اسرائیلو نه ویریږو او که له لبنان او حزب الله سره د جنګ پریکړه وکړي نو د دغه رژيم د پرزولو لپاره به په خپل پوره قدرت سره، ورسره مقابله وکړو.

د سید حسن نصر الله مرستیال شیخ نعیم قاسم په یوې وینا کښې ټینګار وکړ: کله چې د اسرائيلو د رژیم له خوا زمونږ خلاف یو جنګ شروع کیږي، په خپل پوره وجود سره د ځان له دفاع پرته بله چاره نه لرو او په هم دې وجه که جنګ جوړ شي نو له مونږ نه پوښتنه نه کوي چې ولې مقاومت کوئ له صهیونیسټي رژيم سره په هر جنګ کښې بریالي کیدې شوو.

هغه زیاته کړه: په دې هکله چې آیا جنګ به وشي که نه؟ باید ووایو چې دا موضوع د غزې په حالاتو او د جنګ د پیلولو لپاره د اسرائيلو په فیصلې پورې اړه لري.