د غزې د شهیدانو شمیر دولس زره درې سوو ته ورسید
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین په غزې تړانګې کښې د حکومت د اطلاعاتو دفتر وویل په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د تیریو له کبله د شهیدانو شمیر دولس زره درې سوو ته رسیدلی او څه د پاسه دیرش زره فلسطینیان ژوبل شوي هم دي.
په غزې تړانګې کښې د حکومت د اطلاعاتو دفتر نن وویل د غزې تړانګې په شمال کښې د جبالیا په «الفاخوره» ښوونځي کښې د نیواکګرانو په وروستي جنایت کښې څه د پاسه دوه سوه فلسطینیان شهیدان شوي دي.
صهیونیسټ نیواکګر رژیم پرون سهار پینځه سوه ناروغان له الشفا روغتون څخه ایستلي دي.
دا په داسې حال کښې دي چې نوموړي بیماران د درملنې خدماتو او په روغتونونو کښې درملنې او بستري کیدا ته ضرورت لري.
په غزې کښې د دغه حکومتي ارګان د راپور پراساس د دغه سیمې شپيته فیصده هستوګتنه ودانۍ د صهیونیسټ رژیم د توپونو او د بمباریو له کبله په کلي یا جزيي ډول تباه شوي دي.
د غزې دغه حکومتي ارګان د قدس نیواکګر رژیم په یوه پوځي کیمپ باندې د شفا روغتون د بدلولو له کبله د انساني پایلو مسوول وباله او ټینګار یې وکړ نړیوالې موسسې د هغو جنایتونو په زمینه کښې چې نیواکګران یې د روغتونونو پرضد ترسره کوي مسوول دي.
په غزې تړانګې کښې د حکومت اطلاعاتو دفتر د طبي او د درملیزو مرستو د ورتلو لپاره د «رفح» سرحدي لارې د بیرته پرانیستل کیدا او دغه راز د دغه سیمې روغتونونو ته د سونګو د رسیدا غوښتنه وکړه.