د غزې د ډاکټرانو او نرسانو سرښیندنه تاریخ کښې لیکل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141800-د_غزې_د_ډاکټرانو_او_نرسانو_سرښیندنه_تاریخ_کښې_لیکل_کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ: د غزې تړانګې د ډاکټرانو او د نرسانو مجاهدت او سرښیندنه په تاریخ کښې ثبت کیږي.
(last modified 2023-11-19T06:37:12+00:00 )
Nov 19, 2023 10:57 Asia/Kabul
  • د غزې د ډاکټرانو او نرسانو سرښیندنه تاریخ کښې لیکل کیږي

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ: د غزې تړانګې د ډاکټرانو او د نرسانو مجاهدت او سرښیندنه په تاریخ کښې ثبت کیږي.

هغه وویل د غزې تړانګې د روغتونونو د شهید شویو  نرسانو او د ډاکټرانو جانانه مجاهدت په تاریخ کشې ثبت کیږي او د هغوې د مثال وړ مقاومت او له ځانه تیریدل په ټوله دنیا کښې د نرسانو د ټولنې بیلګه ده.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي نن د حضرت زینب سلام الله علیها د نیکمرغه زوکړې او د نرسانو د ورځې سره په یووخت د «شهریار» سیمې د امام خمیني رحمت الله د تخصصي او د فوق تخصصي روغتون د پرانیستلو په مراسمو کښې د دغه ورځې په تیره بیا د ایران د هڅانده نرسانو او د ددرملنې ډلې ته د مبارکۍ د ویلو په ترڅ کښې زیاته کړه: ایران او د نړۍ نور ملتونه نن سبا د غزې تړانګې له ترخو حالاتو ډیر ناراحته دي.