المیادین ټيلویژن د فلسطین مدافع او دحق پیغام خورونکی چینل دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141920-المیادین_ټيلویژن_د_فلسطین_مدافع_او_دحق_پیغام_خورونکی_چینل_دی
د لبنان د حزب ا...غورځنګ د عمومی منشي مرستیال ووئیل،دغه پاکه وینه به د فلسطین د ملت او مجاهدینونو او شهیدانو له وینې سره یوځای دصهیونیسټي وحشي رژيم په نسکوریدا کې د چټکتیا سبب شي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 22, 2023 03:02 Asia/Kabul
  • المیادین ټيلویژن د فلسطین مدافع او دحق پیغام خورونکی چینل دی

د لبنان د حزب ا...غورځنګ د عمومی منشي مرستیال ووئیل،دغه پاکه وینه به د فلسطین د ملت او مجاهدینونو او شهیدانو له وینې سره یوځای دصهیونیسټي وحشي رژيم په نسکوریدا کې د چټکتیا سبب شي.

د لبنان د حزب ا...غورځنګ مرستیال  شیخ نعیم قاسم د المیادین ټيلویژنی چینل د خبریالانو کورنیو ته د هغوي د شهادت  په مبارکۍ او تسلیّت وئیلو سره دغه خبری چینل د حق پیغام خورونکی او د فلسطین مدافع چینل وبالۀ.

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ،شیخ نعیم قاسم  په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ،چې د المیادین چینل دخبریالانو شهادت د مقاومت په لاره کې دعزت او ویاړ  میډال دی .

 هغه ددې خبرې په کولوسر ه چې دښمنان د فلسطین او المیادین له پیغامه ویریدلي دي ،ووئیل؛په همدې دلیل دوي د مقاومات د غږ د غلي کولو لپاره دغه جنایت کړی دی خو دوي  نادان او حقیر  دی او دغه د حق  چغه نشي غلي کولئ.

د لبنان د  حزب ا...غورځنګ د عمومی منشي مرستیال ووئیل،دغه پاکه وینه به د فلسطین د ملت او مجاهدینونو او شهیدانو له وینې سره یوځای دصهیونیسټي وحشي رژيم په نسکوریدا کې د چټکتیا سبب شي.

 المیادین ټيلیویژنی چینل  پرون وئیلی دي،چې د صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو ددغه چینل په یوه خبری ټيم باندې بمباري کړې چې یو خبریال فرح عمر او کیمره مین ربیه المعماري پکې شهیدان شوي دي .