په غزې کې د شهیدانو شمیرڅه دپاسه14زرو تنوته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141924-په_غزې_کې_د_شهیدانو_شمیرڅه_دپاسه14زرو_تنوته_ورسید
داپه داسې حال کې دي چې وروستی راپورونه ښئ د ځينو هیوادونو په مینځګړیتوب سره د اور بند او د غه راز د بندیانو د مبادلې لپاره موافقه هم تر ډيره حده بشپړیدونکي ده او اسرائیل اور بند ته راضي شوي او د حماس غورځنګ شرطونه ئې تر ډ یره حده منلي هم دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 22, 2023 03:12 Asia/Kabul
  • په غزې کې د شهیدانو شمیرڅه دپاسه14زرو تنوته ورسید

داپه داسې حال کې دي چې وروستی راپورونه ښئ د ځينو هیوادونو په مینځګړیتوب سره د اور بند او د غه راز د بندیانو د مبادلې لپاره موافقه هم تر ډيره حده بشپړیدونکي ده او اسرائیل اور بند ته راضي شوي او د حماس غورځنګ شرطونه ئې تر ډ یره حده منلي هم دي .

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، په غزې کې د فلسطین د حکومت د اطلاع رسونې  دفتر په یوې خبرتیا کې ووئيل، د خبر ترمخابیره کیدا پورې په غزې د وحشي صهیونیستي رژيم په  جنایتکارو حملو کې  د شهیدانو شمیر څوارلس زره یو سل اته ویشت تنو ته رسیدلی  چې  په هغو کې پنځه زره اته سوه څلويښت  ماشومان او د رې زره نهه سوه شل ښځې  شاملې دي . ددغه دفتر په خبرتیا  کې راغلی دي،تردې دمه دبې درکه شوو او یا د  کنډوالو لاندې کسانو شمیر هم کابو اوه زره  ښودل شوی دی.

په دغې خبرتیا کې  دغه راز راغلي دي،په شهیدانو کې  دطبی  او درملنې دعملې دوه سوه پنځه  کسان ، د مرستندویو ډلو ۲۲ کسان  او دوه شپیته خبریالان هم شامل دي .   همداراز تر دې دمه د ټپیانو شمیر  څه دپاسه ۳۳ زره تنو ته رسیدلی چې کابو پنځه اویا فیصدي ئې ښځې اوا ماشومان دي .

د فلسطین د حکومت ددغه دفتر د خبرتیاپه اساس په  دغو جنایتونو کې تر اوسه پور ۴۴زره کورونه ،په کلی یا جزئي ډول ړنګ شوي دي  او دغه راز بیخ بینائي تاسیسات هم تقریبا په بشپړ ډول تباه شوي دي .

Image Caption