صهیونیسټ رژیم خپل هیڅ هدف ته ونه رسید
المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند« محمد عبدالسلام» وویل صهیونیسټ رژیم د غزې په جنګ کښې خپلو هدفونو ته ونه رسید.
د صهیونیسټ رژيم پرضد د فلسطین د حماس غورځنګ لخوا د طوفان الاقصی د عملیاتو د پیلیدا او په غزې تړانګې باندې په ځمکنۍ حملې کښې د اسرائیلو د نیواکګر پوځ له ماتي کابو پنځوس ورځو وروسته د صهیونیسټ رژیم کابینې په تیرې چهارشنبې ورځ د قطر او د مصر د حکومتونو په مینځګړیتوب سره د اوربند موافقه ومنله.
په غزې تړانګې کښې د حماس غورځنګ او د صهیونیسټ رژیم څلور ورځنی اوربند له پرون سهار اوو بجو څخه اجرايي شوی دی.
د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام وویل بې ساري استقامت د دښمن هدفونه له ماتي سره مخامخ کړل او دښمن مجبوره شو چې د مقاومت ډلو په شرطونو سره اوربند ومني او اسرائیل هیڅ یوه اعلان شوي هدف ته ونه رسید.
عبدالسلام ټينګار وکړ مقاومت ډلې او په سر کښې یې حماس غورځنګ په غزې کښې شته او پاتې به وي او دښمن خپل سټراټيژیک ضرر او تاوان له منلو پرته بله لاره نلري.
د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد بن محمد الانصاري په تیرې پنجشنبې ورځ په دې خبرې سره چې د بندیانو لومړنۍ ډله پرون مازیګر څلور بجې سره تبادله شوه هیله وکړه چې دغه اوربند په دايمي اوربند بدل شي.