د اسرائیلو رژیم د اوربند منلو ته مجبوره و
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i142110-د_اسرائیلو_رژیم_د_اوربند_منلو_ته_مجبوره_و
د لبنان رسنیو وویل د حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم وویل صهیونیسټ رژيم وروسته له دې چې ونه توانید د ځمکنۍ حملې له لارې حتی خپل یو بندي ازاد کړي نو د اوربند منلو ته مجبوره شو.
(last modified 2023-11-25T09:33:22+00:00 )
Nov 25, 2023 11:02 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژیم د اوربند منلو ته مجبوره و

د لبنان رسنیو وویل د حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم وویل صهیونیسټ رژيم وروسته له دې چې ونه توانید د ځمکنۍ حملې له لارې حتی خپل یو بندي ازاد کړي نو د اوربند منلو ته مجبوره شو.

هغه نن ټینګار وکړ له نهه څلویښتو(۴۹) ورځو فیصله وشوه چې د تمدید وړ موقته اوربند رامینځته شي.

اسرائیلو اوربند نه غوښت بلکې د اوربند منلو ته مجبوره شوځکه چې صهیونیسټ رژیم د ځمکنۍ حملې له لارې د بندیانو د ازادولو شعار ورکړی و او وروسته هم معلومه شوه چې د ځمکنۍ حملې له لارې یې  حتی یو بندي هم ازاد نکړی شو.

شیخ نعیم قاسم ډاګینه کړه د فلسطین د حماس غورځنګ یوه مشر مونږ ته وویل په دغو نهه څلویښتو ورځو کښې د ځمکې لاندې د مقاومت بیخ بنایانو ته هیڅ تاوان نه دی رسیدلی او د اوربند له ختمیدا وروسته که چیرې دښمن بیرته ورستون شي نو مونږ به هم بیرته ورستنیږو او دښمن به داسې حیرانونکي اقدامات وویني چې په خپل عمر کښې یې نه دي لیدلي.

د لبنان د حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ مونږ د مقاومت له لارې د باطل پرضد د حق په جنګ کښې یوو ، له نیواکګرانو څخه د ځمکې د ازادولو جنګ، د قدس د بیرته ستنولو جنګ او دغه جنګ یوازې د فلسطینیانو ته بیل نه دی بلکې د کلتوري ، اجتماعي ، اخلاقي او د سیاسي امنیت جنګ دی.

هغه وویل طوفان الاقصی عملیات ستر عملیات دي او داسې پروژه ده چې په مقاومت ایمان لرل نندرې ته وړاندې کوي، دغه عملیات یوه تاریخي بریا ده چې ثابته به پاتې شي.

طوفان الاقصی داسی بریالیتوب دی چې د فلسطین په خاوره او د فلسطینیانو په زړه کښې ثبت شو.

هغه وویل د صهیونیسټانو ماتي به د دوې په زړونو کښې ثبت شي او د دغه جنګ نتیجه به په راتلونکو ورځو یا کلونو کښې معلومه شي.

 

Image Caption