د غزې وژلې او ورانې مقاومت ډلې نورې پیاوړي کوي
المیادین ټيلي ويژن راپور راکړی د لبنان د حزب الله د اجرايي شورا مشر «سید هاشم صفي الدین» وویل: د غزې تړانګې کابو پینځلس زره شهیدان او زیاتې ورانې به د مقاومت وس نور پسې زیات کړي.
هغه په تیرو پنځوسو ورځو کښې د صهیونیسټ رژيم په مرکزونو باندې د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله حملو ته په اشارې سره وویل د لبنان په سرحد کښې د مقاومت بریاوې ډیر اهمیت لري او همدا اوس د غزې تړانګې په کابو پینځلس زره شهیدانو او پراخو ورانیو سره د فلسطین په وړاندې د حزب الله مسوولیت نور زیات شوی دی.
صفي الدین د لبنان د مقاومت ځواک حزب الله وس او وسلو ته اشاره وکړه او ویې ویل تر هغه وخته چې د مقاومت وسلې کولای شي په اسرائیلو باندې په دقت سره حملې وکړي نو معنا یې دا ده چې دغه وسلې لبنان له تیریو څخه خوندي ساتي.
د حزب الله دغه چارواکي ټینګار وکړ که چیرې د فلسطین په غزې تړانګې کښې د امریکا پلان او پروژه بریالۍ کیدلای بې شکه د غزې تړانګې د وسیدونکو په زوره کوچول حتمي وو او خبره دا ده چې د غزې تړانګې د نفوسو د بدلولو دغه پلان تراوسه نه دی پاې ته رسیدلی او د اسرائیلو او د امریکا په ذهن کښې شته.
هاشم صفي الدین ټینګار وکړ چې په غزې تړانګې کښې د وژلو او د ورانیو صحنو او ډګرونو په لبنان کښې د مقاومت د ځواکړونو د وسلو اهمیت ثابت کړ.
هغه زیاته کړه هغه صحنې چې نن یې وینو ثابتوي چې د سیمې د خلکو یوازنی لاره مقاومت کول دي.
د لبنان د حزب الله د اجرايي شورا مشر شیخ صفي الدین په دې خبرې باندې ټینګار سره چې اسرائیل د اوربند منلو ته مجبوره شو وویل که چیرې د مقاومت ډلو پایدارۍ نه وائ د بندیانو تبادله نه کیدله او دغه اوربند هم د حماس غورځنګ د شرایطو پراساس ترسره شوی.