ممکنه ده د اوربند یوه بله موافقه وشي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i142254-ممکنه_ده_د_اوربند_یوه_بله_موافقه_وشي
هغه زیاته کړه: په تیرو څو ورځو کښې مونږ د غزې تړانګې شمال ته د مرستو په لیږلو کښې ځنډ ولید او هیله لرو چې دغه بهیربدل شي.
(last modified 2023-11-27T23:39:46+00:00 )
Nov 28, 2023 04:06 Asia/Kabul
  • ممکنه ده د اوربند یوه بله موافقه وشي

هغه زیاته کړه: په تیرو څو ورځو کښې مونږ د غزې تړانګې شمال ته د مرستو په لیږلو کښې ځنډ ولید او هیله لرو چې دغه بهیربدل شي.

 

د ایرنا د خبر له مخې د حماس د سیاسی دفتر مرستیال خلیل الحیا په دې خبرې سره چې مونږ هیله من یو چې د اوږدې مودې لپاره اوربند وغځوو او ویې ویل: اوسنی لاری چاری به په راتلونکو دوو ورځو کښې ۳۰  فلسطیني بندیانو د ازادولو په بدل کی  د لسو اسرائیلی بندیانو په سپارلو سره دوام وکړی.

هغه زیاته کړه: په تیرو څو ورځو کښې مونږ د غزې تړانګې شمال ته د مرستو په لیږلو کښې ځنډ ولید او هیله لرو چې دغه بهیربدل شي.

الحیا د دې په بیانولو سره چې د بندیانو د نورو ډلو د خلاصون لپاره چې له ښځو او ماشومانو پرته نور کسان هم په کې شامل دي، د اوربند د یوې بلې موافقې د لاسلیکیدو په اړه وویل: هیله لرو چې د ښځو او ماشومانو له خلاصون وروسته یوه بله موافقه وشي.

د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم او د حماس د مقاومت غورځنګ ترمینځ څلور ورځنی اوربند چې د جمعې په سهار پیل شو، د دوو نورو ورځو لپاره وغځول شو.