ممکنه ده د اوربند یوه بله موافقه وشي
هغه زیاته کړه: په تیرو څو ورځو کښې مونږ د غزې تړانګې شمال ته د مرستو په لیږلو کښې ځنډ ولید او هیله لرو چې دغه بهیربدل شي.
د ایرنا د خبر له مخې د حماس د سیاسی دفتر مرستیال خلیل الحیا په دې خبرې سره چې مونږ هیله من یو چې د اوږدې مودې لپاره اوربند وغځوو او ویې ویل: اوسنی لاری چاری به په راتلونکو دوو ورځو کښې ۳۰ فلسطیني بندیانو د ازادولو په بدل کی د لسو اسرائیلی بندیانو په سپارلو سره دوام وکړی.
هغه زیاته کړه: په تیرو څو ورځو کښې مونږ د غزې تړانګې شمال ته د مرستو په لیږلو کښې ځنډ ولید او هیله لرو چې دغه بهیربدل شي.
الحیا د دې په بیانولو سره چې د بندیانو د نورو ډلو د خلاصون لپاره چې له ښځو او ماشومانو پرته نور کسان هم په کې شامل دي، د اوربند د یوې بلې موافقې د لاسلیکیدو په اړه وویل: هیله لرو چې د ښځو او ماشومانو له خلاصون وروسته یوه بله موافقه وشي.
د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم او د حماس د مقاومت غورځنګ ترمینځ څلور ورځنی اوربند چې د جمعې په سهار پیل شو، د دوو نورو ورځو لپاره وغځول شو.