په غزې کېمقاومتي مبارزانو دجنایتکاروصهیونیسټانو دپرمخ تلولاره بنده کړه
د اسرائيلو او حماس غورځنګ دمبارزانو ترمینځ څلور ورځنی اوربند د قطر او مصر په مینځګړیتوب او هڅو سره تر دوو نورو ورځو لپاره تمدید شوی دی . او شرطونه ئې هم دهماغه مخکیني اوربند دي .
ایرناخبری اژانس راپور راکړ،خبري سرچینو ووئيل، یو شمیر صهیونیسټي عسکرو چې نیّت ئې درلود، غزې په یوه چورلیز کې پرمختګ وکړي،د مقاومتي چورلیز د مبارزانو مقابلې سره مخ او شاتګ ته اړ شول.
په راپور کې وئيل شوي دي ، دصهیونیسټي رژيم جنایتکارو پوځیانو نن غرمه هڅه وکړه څو له خپل مرکزه ووځي او د غزې تړانګې په شمالي چورلیز کې پرمختګ وکړي، خو مقاومتي مبارزانو دهغوي په لور ډزې وکړړې او لاره ئې وروتړله چې تیریګر هم شاتګ ته اړ شول.
داپه داسې حال کې دي چې د اسرائيلو او حماس غورځنګ دمبارزانو ترمینځ څلور ورځنی اوربند د قطر او مصر په مینځګړیتوب او هڅو سره تر دوو نورو ورځو لپاره تمدید شوی دی . او شرطونه ئې هم دهماغه مخکیني اوربند دي .