طوفان الاقصی د فلسطین په باب د نړیوالو نظر بدل کړ
د یمن یوه لوړپوړي سیاسی چارواکي ووئیل، د فلسطینی مقاومتي چورلیز طوفان الاقصی عملیاتو ، سیمې ته په تیره بیا د فلسطین موضوع ته د نړیوالو نظر بدل کړ.
د یمن دلوړې سیاسی شورا سلاکار عبدالعزیز الترب نن له ایران پریس خبری اژانس سره په خبرو کې روښانه کړه د طوفان الاقصی په عملیاتو سره جنایتکار صهیونیستي رژيم د تاریخ دګند ټوکړئ ته وغورځول شو او اوس دغه رژیم خپل تر ټولو کمزوری پړاؤ تجروبه کوي.
د یمن دانصار ا... ولسبی غورخنګ د سیاسی دفتر یوه مسئول مقام عبدا... النعمي هم روښانه کړې ده ، طوفان الاقصی عملیاتو د سیمې د بدلونونو ، دفلسطین د ټاتوبی او له اسرائيلي رژیم سره د مبارزې لاره په کلی توګه بدله کړې ده.
دیمن د پارلیماني شورا غړي لطف الجرموزي هم له ایران پریس خبری اژانس سره به خبرو کې روښانه کړه ، طوفان الاقصی عملیات د فلسطین دمقاومتی چورلیز تاریخی حماسه ده او دغو عملیاتو له وحشي صیونیسټي رژیم سره دعربانو د اړیکو دعادي کولو پلان شنډ او د فلسطین موضوع او آئيدیا ئې بیا احیاء کړه.
د طوفان الاقصی عملیاتو په پیلیدا سره د جنایتکار صهیونیسټي رژيم له هرفرصته او ټربیونه ا ستفاده وکړه او په ټولو قدرت سره ئې د غزې او حماس د نادبودۍ چغې پورته کولې،خو هیڅ ئې ونه کړئ شول.