د اسرائيلو پوځ له جنګه مخکې وضعیّت ته بیرته نشي ستنیدلئ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i142306-د_اسرائيلو_پوځ_له_جنګه_مخکې_وضعیّت_ته_بیرته_نشي_ستنیدلئ
د صهیونیسټي رژيم  د پوځ لوی درستیز  ومنله چې دغه رژيم  دغزې په ضد  له جنګه مخکې وضعیّت ته په بیرته ستنیدا او د خپل وضعیّت په ښه کیدا کې ناکام شوی دی.
(last modified 2023-11-28T22:23:01+00:00 )
Nov 29, 2023 02:48 Asia/Kabul
  • د اسرائيلو پوځ له جنګه مخکې وضعیّت ته بیرته نشي ستنیدلئ

د صهیونیسټي رژيم  د پوځ لوی درستیز  ومنله چې دغه رژيم  دغزې په ضد  له جنګه مخکې وضعیّت ته په بیرته ستنیدا او د خپل وضعیّت په ښه کیدا کې ناکام شوی دی.

ایرنا خبري آژانس راپو رورکړ، ټایمز آف  اسرائیل صهیونیسټي  ورځپاڼې پخپل انټرنیتي سایت کې لیکلی دي ،  ددغه رژيم  دپوځ لوی درسیتز  هرتزی هالوي په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي،مونږ د ښارګوتو دخالی کولو او دهغوي د اوسیدونکو نورو سیمو ته د بیولو لپاره سختې فیصلې وکړې.

هالوي زیاته کړې ده ، د ښارګوټو داوسیدونکو بیرته ستنیدا په ښارګوټو کې  له  ځاي چارواکو سره غږمله شوې ده ، خو  مونږ به  هغه وضعیّت ته  دبیرته ستنیدا جوګه  نه شو چې  له جنګه مخکې  واکمن ؤ.

 په وروستیو اونیو کې د صهیونیستي رژيم د پوځ  او د لبنان د حزب ا... ولسی  غورځنګ ترمینځ د لبنان او نیواکی فلسطین په پولو کې پرله پسې نښتې شوي  چې وئیل کیږي په دغو پولو شاوخوا کې کابو په لسګونو ښارګوټي  له صهیونیسټانو خالی شوي  او اوسیدونکي ئې نورو سیمو ته کډه په سر شوي وو،چې ډیری شناندو د صهیونیسټانو دغه وضعیّت له هغو کډوالو فلسطینانو سره ورته بللی چې وخت په وخت  وحشي صهیونیسټانو  په زوره  د  دوي د  کورونو د خالی کولو په وخت له خپلو کورونو کوچول.