د فلسطیني دولت پر جوړېدو ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i142330-د_فلسطیني_دولت_پر_جوړېدو_ټینګار
د عربي او اروپایي هېوادونو مشرانو په غونډه کې پر دې هوکړه شوې چې د اسرائیلو او فلسطین د شخړې یوازینی حل، د دوو بېلو دولتونو جوړېدل دي.
(last modified 2023-11-29T04:10:40+00:00 )
Nov 29, 2023 08:38 Asia/Kabul
  • د فلسطیني دولت پر جوړېدو ټینګار

د عربي او اروپایي هېوادونو مشرانو په غونډه کې پر دې هوکړه شوې چې د اسرائیلو او فلسطین د شخړې یوازینی حل، د دوو بېلو دولتونو جوړېدل دي.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر «جوزپ بورل» په دې غونډه کې ویلي چې د یادې ټولنې ټول غړي هېوادونه او هغوی چې د بارسلونا په غونډې کې برخه اخیستې، پر دې راضي دي چې د دوو بېلو دولتونو جوړېدل د حل لار ده.

بوریل زیاته کړې چې د فلسطین دولت باید په غزې کې واکمني ولري.

د اروپایي ټولنې دغه چارواکي تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د فلسطیني دولت جوړېدل د اسرائیلو امنیت لپاره د تضمین تر ټولو غوره لار ده.

دا څرګندونې د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې کړي دي.