ډېر ژر به د غزې د اوربند تمدید اعلان شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i142364-ډېر_ژر_به_د_غزې_د_اوربند_تمدید_اعلان_شي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیګا وویل: د صهیونیسټي رژیم او حماس غورځنګ ترمنځ د لنډمهاله اوربند غزېدل به په راتلونکو ساعتونو کې اعلان شي.
(last modified 2023-11-30T03:43:21+00:00 )
Nov 30, 2023 01:33 Asia/Kabul
  • ډېر ژر به د غزې د اوربند تمدید اعلان شي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیګا وویل: د صهیونیسټي رژیم او حماس غورځنګ ترمنځ د لنډمهاله اوربند غزېدل به په راتلونکو ساعتونو کې اعلان شي.

د الجزیرې چینل د خبر له مخې، د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري له سي این این سره په مرکه کې د صهیونیسټي رژیم او د حماس په نامه د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ ترمنځ د اوربند د موافقې د نوې کېدو خبر ورکړ.

الانصاري وویل: موږ په راتلونکو ساعتونو کې د اسرائيلو او حماس ترمنځ د اوربند اوږدېدو ته هیله من یوو.

هغه د اوربند د مذاکراتو فضا ته په اشارې سره وویل: د اوربند په هکله خبرې اترې روانې دي او دا موضوع په مثبته فضا کې تعقیبېږي.

د ویلو ده چې پرون د صهیونیسټي رژیم او حماس غورځنګ ترمنځ د اوربند د موافقې وروستۍ ورځ وه. دغه اوربند اول د څلورو ورځو لپاره وشو او بیا دوه ورځې نور تمدید شو. د دغې موافقې له مخې د مقاومت له خوا د هر یوه صهیونیسټي اسیر د آزادۍ په بدل کې، د صهیونیسټي رژيم په جیلونو کې بندي درې فلسطیني اسیران خوشې کېږي او غزې ته به د سون توکو په ګډون د انساني مرستو معلومه اندازه ورسیږي. خو له موافقې سره سره صهیونیسټي رژیم څو ځلې د اوربند خلاف ورزي کړې او غزې ته یې د سون توکو او نورو مرستو د رسېدو په لاره کې خنډونه اچولې دي.