په غزه کې د بندیانو د تبادلې د شپږم پړاو پیل
د بندیانو د تبادلې په شپږم پړاو کې یو شمېر اسرائیلي بندیان د سره صلیب ځواکونو ته وسپارل شول.
د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، اسرائیلي رسنیو پرون (چهارشنبه) په غزې تړانګه کې د بندیانو د تبادلې د شپږم پړاو د پیلېدو اعلان وکړ.
د اسرائیلو 12 تلویزیوني چینل راپور ورکړی چې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) پوځي څانګې "کتائب القسام" ځواکونو یو شمېر اسرائیلي بندیان د سره صلیب ځواکونو ته سپارلي دي.
CNN" چینل د یوې باخبره سرچینې په حواله پرون راپور ورکړی چې د فلسطین مقاومت ښايي نن شپه لږ تر لږه یو امریکايي بندي خوشي کړي.
ورته مهال د اسرائیلو د تلویزیون ۱۲ چینل هم اعلان وکړ چې د بندیانو د تبادلې په شپږم پړاو کې ۵ ماشومان او ۷ ښځې د سره صلیب ځواکونو ته وسپارل شوې.
خو د فلسطین مقاومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم په اسرائیلي رسنیو کې خپاره شوي خبرونه رد کړي دي.
د فلسطیني بندیانو او خوشې شویو کسانو سازمان او د فلسطیني زندانیانو مرکز پرون په یو بیانیه کې اعلان وکړ چې د اسرائیلي بندیانو له خوشې کېدو وروسته به د بندیانو د تبادلې په شپږم پړاو کې ۱۵ ښځینه فلسطیني بندیانې خوشې شي.
دا اسرائیلي بندیان په داسې حال کې خوشې شوي چې د خبري سرچینو رپورټونه څرګندوي چې په غزه کې د اوربند د تمدید لپاره د پردې تر شا حرکتونه روان دي.