په غزه کې د بندیانو د تبادلې د شپږم پړاو پیل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i142380-په_غزه_کې_د_بندیانو_د_تبادلې_د_شپږم_پړاو_پیل
د بندیانو د تبادلې په شپږم پړاو کې یو شمېر اسرائیلي بندیان د سره صلیب ځواکونو ته وسپارل شول.
(last modified 2023-11-30T04:03:58+00:00 )
Nov 30, 2023 04:19 Asia/Kabul
  • په غزه کې د بندیانو د تبادلې د شپږم پړاو پیل

د بندیانو د تبادلې په شپږم پړاو کې یو شمېر اسرائیلي بندیان د سره صلیب ځواکونو ته وسپارل شول.

د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، اسرائیلي رسنیو پرون (چهارشنبه) په غزې تړانګه کې د بندیانو د تبادلې د شپږم پړاو د پیلېدو اعلان وکړ.

د اسرائیلو 12 تلویزیوني چینل راپور ورکړی چې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) پوځي څانګې "کتائب القسام" ځواکونو یو شمېر اسرائیلي بندیان د سره صلیب ځواکونو ته سپارلي دي.

CNN"  چینل د یوې باخبره سرچینې په حواله پرون راپور ورکړی چې د فلسطین مقاومت ښايي نن شپه لږ تر لږه یو امریکايي بندي خوشي کړي.

ورته مهال د اسرائیلو د تلویزیون ۱۲ چینل هم اعلان وکړ چې د بندیانو د تبادلې په شپږم پړاو کې ۵ ماشومان او ۷ ښځې د سره صلیب ځواکونو ته وسپارل شوې.

خو د فلسطین مقاومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم په اسرائیلي رسنیو کې خپاره شوي خبرونه رد کړي دي.

د فلسطیني بندیانو او خوشې شویو کسانو سازمان او د فلسطیني زندانیانو مرکز پرون په یو بیانیه کې اعلان وکړ چې د اسرائیلي بندیانو له خوشې کېدو وروسته به د بندیانو د تبادلې په شپږم پړاو کې ۱۵ ښځینه فلسطیني بندیانې خوشې شي.

دا اسرائیلي بندیان په داسې حال کې خوشې شوي چې د خبري سرچینو رپورټونه څرګندوي چې په غزه کې د اوربند د تمدید لپاره د پردې تر شا حرکتونه روان دي.

Image Caption