غزې کې اوربند د یوې ورځې لپاره تمدید شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i142408-غزې_کې_اوربند_د_یوې_ورځې_لپاره_تمدید_شو
د اسرائیل د رژیم د فوځ ویاند او همدارنګه د فلسطین مقاومتي غورځنګ حماس او د قطر خارجه وزارت په غزې کې د یوې ورځې لپاره د اوربند د غځېدو خبر ورکړي دي.
(last modified 2023-11-30T08:08:48+00:00 )
Nov 30, 2023 12:37 Asia/Kabul
  • غزې کې اوربند د یوې ورځې لپاره تمدید شو

د اسرائیل د رژیم د فوځ ویاند او همدارنګه د فلسطین مقاومتي غورځنګ حماس او د قطر خارجه وزارت په غزې کې د یوې ورځې لپاره د اوربند د غځېدو خبر ورکړي دي.

د تسنیم له راپور سره سم، د حماس غورځنګ نن په غزې کې د اوربند د یوې ورځې د غځېدو لپاره له صهیونیست رژیم سره د موافقې خبر تائید کړ.

د صهیونیستي رژیم د فوځ ویاند هم ویلي دي چي د اسیرانو د تبادلې لپاره د خبرو اترو دوام ته په کتو سره په غزې کې اوربند د یوې ورځې لپاره تمدید شوی دی.

د قطر خارجه وزارت هم د اوربند د یوه ورځنی تمدید په تائیدولو سره، د اسیرانو د تبادلې لپاره د خبرو اترو د دوام خبر ورکړی دی.

دا په داسي حال کې دی چي د حماس غورځنګ د دائمي اوربند غوښتونکی دی خو اسرائیل رژیم ورسره مخالفت کوي او وایي چي د زور د لارې به خاماخاخپل جنګي اهداف ته ځان رسوي.

نن د غزې او د صهیونیست رژیم تر مینځ د اروبند اخرې ورځ وه.