فلسطیني مبارزانو شپیته اسرائیلي عسکر وژلي
Dec 03, 2023 11:59 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګي « کتائب القسام» وویل مونږ توانیدلي یوو چې په لسګونو اسرائیلي عسکرو باندې برید وکړ او کابو شپیته پوځیان یې هلاک کړل.
کتائب القسام د یوې بیانیې په خپرولو سره د اسرائیلو د کابو شپیتو پوځیانو د وژل کیدا خبر ورکړ.
د حماس غورځنګ کتائب القسام غونډ وویل د مقاومت جنګیالیو نن سهار وختی د اسرائیلو د لسګونو پوځیانو د دیره کیدا ځاې له معلومولو وروسته د جحرالدیک سیمې په ختیځ کښې په څو خیمو کښې په هستوګنه اسرائیلي عسکرو باندې بم چاودنه وکړه چې له کبله یې شپیته پوځیان وژل شوي دي.
د صهیونیسټ پوځ تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي او د خپلو عسکرو وژله یې نه ده تائید کړي.
ټیګونه