غزه کښې ۱۰ صهیونیسټي پوځیان هلاک شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i142698-غزه_کښې_۱۰_صهیونیسټي_پوځیان_هلاک_شول
د حماس غورځنګ د پوځي څانګې یعنې القسام کنډکونو په غزه کښې د لسو صهیونیسټي پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Dec 06, 2023 01:51 Asia/Kabul
  • غزه کښې ۱۰ صهیونیسټي پوځیان هلاک شول

د حماس غورځنګ د پوځي څانګې یعنې القسام کنډکونو په غزه کښې د لسو صهیونیسټي پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړ.

د حماس غورځنګ د پوځي څانګې یعنې القسام کنډکونو په غزه کښې د لسو صهیونیسټي پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړ.

د شهاب خبري آژانس د خبر له مخې، شهید عزالدین قسام کنډکونو په یوې خبرپاڼې کښې وویل: د خان یونس ښار په شمالي برخه کښې د صهیونیسټي رژیم درې پوځي بلډوزرونه، یو ټانک او یو زغرګاډی مو ویجاړ کړي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، القسام کنډکونه وتوانیدل چې د خان یونس ښار په ختیځه برخه کښې لس صهیونیسټي پوځیان ووژني.

له نیواکي ټاټوبي بل خبر دا چې د صهیونیسټي رژیم پوځ وویل چې د غزې تړانګې خلاف د دغه رژیم د ځمکي یرغل له پیلیدو یعنې د اکتوبر له ۳۱ نیټې راهیسې، د دې خلکو په مظلومو خلکو باندې د توپونو څه باندې یولاک ګولې ورول شوې دي.