په نیواکي فلسطین کې دې پوځي عملیات ودریږي
د عربستان او قطر مشرانو بیګا ددواړو هیوادونو د غږمله شورا د اومې غونډې له ترسره کیدا چې دقطر دامیر او دعربستان د ولی عهد په مشرۍ ترسره سروه ،په یوې ګډې اعلامیې کې په نیواکي فلسطین کې د صهیونیسټي رژيم د پوځي عملیاتو ددریدا غوښتنه وکړه.
خلیج انلاین خبری سایټ راپور ورکړ،د قطر او عربستان دغږمله شورا داومې غونډې په پایزې اعلامیې کې چې په دوحې کې ترسره شوه،شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او دمحمدبن سلما په غزې تړانګې کې په انساني غمیزې او په هغو وحشي ډوله جنایتونو چې په سیمې کې ئې شاهدان یوو، خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه.
ددغه راپور په اساس،دواړو خواؤ همداراز په نیواکي فلسطین کې د پوځي عملیاتو ددریدا او له نړیوالو قوانینو سره سم د عامو خلکو دملاتړ په ضرورت ټينګار وکړ.
په دغې اعلامیې کې د دوحې او ریاض ترمینځ د سیاسی ،اقتصادي او امنیتي ملګرتیاؤ او د سیمه ایزو او نړیوالو مسئلو په زمینې کې د سلامشورو پر اهمیّت ټينګار وکړ.
قطر او عربستان همداراز د صهیونیسټي رژيم له خوا د فلسطینیانو د حقوقو د خلاف ورزیو پر ختمیدا او د فلسطینیانو د اجباري کډوالۍ پر دریدا هم ټينګار وکړ.په دغه اعلامیې کې همداراز د سورئې بدلونونو ته هم اشاره شوې اودسورئې د بحران لپاره د عادلانه او جامع حل لارې د موندلو پر اهمیّت ټينګار شوی دی.ریاض او دوحې همدرااز په دغې اعلامیې کې په یمن کې جامعې حل لارې ته درسیدا لپاره د سیمه ایزو او نړیوالو هڅو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او له سوله ایزې حل لارې ئې د اوکراین اوروسیې ترمینځ داختلافاتو د حل په اهمیّټ ئې هم ټینګار وکړ.