حزب الله د صهیونیسټي رژیم په څلورو پوځي اډو حمله وکړه
د لبنان حزب الله تیر ماښام په جلاجلا خبرپاڼو کښې د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټي رژیم د پوځ په څلورو سنګرونو د حملې خبر ورکړ.
المسیزه چینل لیکلي چې د لبنان اسلامي مقاومت په خپلې اولې خبرپاڼې کښې وویل چې مجاهدانو د لبنان په شبعا نیواکي کروندو کښې د«رویسات القرن» پوځي اډه په نښه کړه او هلته موجود اهداف یې نیغ په نیغه وویشتل.
حزب الله په یوې بلې خبرپاڼې کښې ویلي دي: زمونږ مجاهدانو په مناسبو وسلو سره «الظهیره» اډه په نښه کړه او ټاکل شوي اهداف یې وویشتل.
د لبنان اسلامي مقاومت په دریمې خبرپاڼې کښې هم رپورټ ورکړ چې مجاهدینو یې د صهیونیسټي رژیم د «حدب البستان» پوځي اهداف په ګایډډ توغندیو وویشتل.
د لبنان حزب الله په خپلې څلورمې خبرپاڼې کښې هم ویلي چې د اسلامي مقاومت جنګیالیو پرون مازیګر شل باندې څلور بجې په غزه کښې د فلسطین د مقاوم ولس په ملاتړ کښې د اسرائيلو «رامیم» پوځي اډه په مناسبو وسلو هدف ګرځولې ده.
حزب الله همداشان په یوې جلا خبرپاڼې کښې د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټي پوځیانو د راغونډیدو د ځاې د هدف ګرځولو خبر ورکړ او ویلي یې دي چې په دغه برید کښې د دښمن ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.