یمن د فلسطین په نیواکي ځمکو توغندوي حمله وکړه
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند وویل چې د دغه هیواد پوځ په نیواکي فلسطین کښې ځینې پوځي اهداف په بالسټک توغندیو ویشتې دي.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع پرون په ایکس ټولنیزه شبکه کښې د نیواکي فلسطین په سویل کښې په ایلات سیمې باندې د توغندوي برید خبر ورکړ.
سریع ټینګار وکړ: د فلسطین په نیواکي ټاټوبي د یمن د پوځ بریدونه او همداشان په سرې بحیرې او مکران سمندر کښې د اسرائیلو د کشتیو مخنیوی به، په غزې باندې د تیریو تربندیدو پورې دوام ولري.
المیادین چینل هم د اسرائیلي رسنیو له قوله په ایلات بندر کښې د خطر د سایرن د غږیدو خبر ورکړ او ویې لیکل چې د دغې سیمې اوسیدونکو لږترلږه د دوو چاودنو د اوریدو خبر ورکړ.
صهیونیسټي رسنیو همداشان وویل چې په سرې بهیرې باندې د یو توغندي له لیدل کیدو وروسته چې ایلات بندر یې په نښه کړی و، د دغه رژيم دافع هوا سیسټم هم فعال شو.