یمن د فلسطین په نیواکي ځمکو توغندوي حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i142768-یمن_د_فلسطین_په_نیواکي_ځمکو_توغندوي_حمله_وکړه
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند وویل چې د دغه هیواد پوځ په نیواکي فلسطین کښې ځینې پوځي اهداف په بالسټک توغندیو ویشتې دي.
(last modified 2023-12-06T21:00:21+00:00 )
Dec 07, 2023 01:27 Asia/Kabul
  • یمن د فلسطین په نیواکي ځمکو توغندوي حمله وکړه

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند وویل چې د دغه هیواد پوځ په نیواکي فلسطین کښې ځینې پوځي اهداف په بالسټک توغندیو ویشتې دي.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع پرون په ایکس ټولنیزه شبکه کښې د نیواکي فلسطین په سویل کښې په ایلات سیمې باندې د توغندوي برید خبر ورکړ.

سریع ټینګار وکړ:  د فلسطین په نیواکي ټاټوبي د یمن د پوځ بریدونه او همداشان په سرې بحیرې او مکران سمندر کښې د اسرائیلو د کشتیو مخنیوی به، په غزې باندې د تیریو تربندیدو پورې دوام ولري.

المیادین چینل هم د اسرائیلي رسنیو له قوله په ایلات بندر کښې د خطر د سایرن د غږیدو خبر ورکړ او ویې لیکل چې د دغې سیمې اوسیدونکو لږترلږه د دوو چاودنو د اوریدو خبر ورکړ.

صهیونیسټي رسنیو همداشان وویل چې په سرې بهیرې باندې د یو توغندي له لیدل کیدو وروسته چې ایلات بندر یې په نښه کړی و، د دغه رژيم دافع هوا سیسټم هم فعال شو.