د وحشي صهیونیسټانو باندې دغلبې لپاره یوازینۍ ټاکنه مقاومت دی
وحشي صهیونیسټي دښمن دجنګ په ډګر کې لالهانده شوی او یوازې د ماشومانو او میرمنو په قتل عام سره پر خپلو ناکامیو او جنایتونو باندې د برغولی د کیښودلو هڅه کوي،خو بلاخره به هم دې نتیجې ته ورسیږي، چې وینه هر وخت پر تورې برلاسه ده
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ پرون په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، پر صهیونیسټانو، تل ا بیب او د امریکا په سپينې ماڼۍ پنټاګان او کانګرس باندې د فلسطینی ملت د ارادې د تپلو لپاره د تل پاټې مقاومت او کلکې دریدا ټاکنه کفایت کوي.
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ،وحشي صهیونیسټي دښمن دجنګ په ډګر کې لالهانده شوی او یوازې د ماشومانو او میرمنو په قتل عام سره پر خپلو ناکامیو او جنایتونو باندې د برغولی د کیښودلو هڅه کوي،خو بلاخره به هم دې نتیجې ته ورسیږي، چې وینه هر وخت پر تورې برلاسه ده او مقاومت به یوه ورځ د دوی پوزه نوره هم پر مځکې وموخي .