د لبنان حزب الله په اسرائیلو باندې بریدونو ته دوام ورکړی
المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ رژيم د پوځ په یوې اډې باندې د حملې او هلته د څو پوځیانو د وژل کیدا او ژوبلیدا خبر ورکړ.
حزب الله په یوې خبر پاڼه کښې وویل چې مونږ د « برکه ریشا» د اډې دننه د صهیونیسټ دښمن په کیمپ باندې چې هلته اسرائیلي عسکر موجود وو په مناسبو وسلو سره حمله کړي ده.
د لبنان حزب الله ټینګار وکړ په دغه مورد کښې په نظر وړ هدفونو باندې نیغ په نیغه او دقیق ډول بریدونه شوي او څو صهیونیسټي پوځيان مړه او ژوبل شوي هم دي.
حزب الله په یوې بلې بیانیې کښې وویل چې په مناسبو وسلو سره مو د نیواکي فلسطین په شمال کښې د « حانیتا» د پوځ د مرکز په شا وخوا سیمو بریدونه کړي دي.
رسندویو دغه راز د لبنان له خاروې څخه د څو زغر ګاډو ضد توغندیو د ویشتل کیدا او په «سعسع» صهونیسټ میشته ښارګي باندې د دغو توغندیو د لګیدا خبر ورکړ.
د فلسطین د مقاومت ډلو لخوا د طوفان الاقصی د عملیاتو په پیلیدا سره د لبنان حزب الله غورځنګ هم د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ رژیم د یوشمیر پوځیانو د بوخت ساتلو او په غزې کښې په مقاومت ډلو باندې د دباو د کمولو لپاره د نیواکي فلسطین دننه د صهیونیسټ رژيم د هدفونو پرضد هره ورځ درنې حملې او بریدونه کوي.
د صهیونیسټ رژيم رسنیو هم اعتراف کړی دی چې د لبنان حزب الله د نیواکي فلسطین په شمال کښې هماغه راز برلاسی دی او په دغه سیمه کښې یې د اسرائیلو پوځ په لومه کښې ښکیل کړی دی.