د فلسطین په موضوع باندې خبرې نشي کیدلای
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i143330-د_فلسطین_په_موضوع_باندې_خبرې_نشي_کیدلای
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام بیګا په دې خبرې سره چې په سره سمندر کښې د عملیاتو بندول د فلسطین په غزې تړانګې باندې د تیریو له بندولو سره تړلي دي وویل د فلسطین په موضوع خبرې نشي کیدلای.
(last modified 2023-12-17T21:40:13+00:00 )
Dec 18, 2023 02:04 Asia/Kabul
  • د فلسطین په موضوع باندې خبرې نشي کیدلای

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام بیګا په دې خبرې سره چې په سره سمندر کښې د عملیاتو بندول د فلسطین په غزې تړانګې باندې د تیریو له بندولو سره تړلي دي وویل د فلسطین په موضوع خبرې نشي کیدلای.

هغه دې ته په اشارې سره چې د یمن عملیات په اسرائیلي دښمن باندې ستر اقتصادي اغیز لرې وویل نشو کولای هغه څه چې د غزې په خلکو باندې راځي ومنو.

د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام په دې خبرې باندې ټینګار سره چې سور سمندر له اسرائیلي دښمن سره له  اړونده کشتیو پرته د ټولو کشتیو لپاره امن دی وویل د یمن پوځ یوازې د صهیونیسټ نیواکګر رژيم له بندرونو سره اړونده اسرائیلي کشتیانې نیسي.

هغه دې ته په اشارې سره چې د فلسطین په هکله د یمن دریځ له یوه دیني، ملي او اخلاقي اصل څخه سرچینه اخلي وویل یمن د اسرائیلو رژیم د اسلامي امت او هیوادونو لپاره خطر ګڼي.

د یمن پوځ په تیرو څو اونیو کښې په غزې تړانګه کښې د فلسطین د ملت له مقاومت څخه په ملاتړ کښې په «سره سمندر» او «باب المندب» اوبلارې کښې د صهیونیسټ رژيم څو کشتیانې ونیولې.