حماس: مقاومت تر میاشتو میاشتو پایدارۍ ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i143350-حماس_مقاومت_تر_میاشتو_میاشتو_پایدارۍ_ته_تیار_دی
د حماس چارواکي ویلي دي چې صهیونیسټي رژيم یوازې درې انتخابونه لري او مقاومت د میاشتو میاشتو پایدارۍ ته تیار دی.
(last modified 2023-12-18T05:09:24+00:00 )
Dec 18, 2023 08:45 Asia/Kabul
  • حماس: مقاومت تر میاشتو میاشتو پایدارۍ ته تیار دی

د حماس چارواکي ویلي دي چې صهیونیسټي رژيم یوازې درې انتخابونه لري او مقاومت د میاشتو میاشتو پایدارۍ ته تیار دی.

د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ(حماس) جګ پوړې غړي "اسامه حمدان" د اسیرانو د تبادرلې نوې موافقې ته د رسیدو لپاره له تل ابیب سره د غیرمستقیمې مذاکرې په هکله وویل: د تیري له بندیدو مخکښې د مذاکرې هیڅ خبره نه شي کیدې.

حمدان زیاته کړه: د اسیرانو د نه خوشې کیدو او د صهیونیسټي رژیم د عسکرو په ډزو د دریو کسانو د وژل کیدو په وجه قهریدلي اسرائیلیان سړکونو ته راوتې دي.

د حماس دغه چارواکو څرګنده کړه: صهیونیسټي نیواکګر یوازې درې انتخابونه لري، یو د شالیت انتخاب دی، بل د هغو عسکرو چې د خپلو جنګي ملګرو په ډزو وژل کیږي او یا د رون آرا په نامه پایلټ انتخاب.

ګلعاد شالیت هغه صهیونیسټي عسکر دی چې په ۲۰۰۶ کال کې د حماس د پوځي څانګې القسام کنډکونو لخوا ونیول شو او نیواکګرو د غزې په تړانګه کې له ډیرو حملو سره سره هغه ونه موند، تر دې چې حماس په ۲۰۱۱ کال کې له زرو نه زیاتو فلسطیني اسیرانو سره د هغه په تبادله کولو بریالی شو.

او رون آراد هغه پایلټ دی چې په ۱۹۸۶ کال کې په لبنان کې یې د الوتکې له نسکوریدو وروسته ورک شو او د بیت المقدس نیواکګرو تر دې مهاله د هغه په اړه هیڅ مهم معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د حماس دغه جګ پوړي چارواکي دې ته په اشارې سره چې اسرائیلیان د جګړې په دوران کښې خپل هیڅ کوم هدف ته نه دي رسیدلي، زیاته کړه: هیڅ څوک نه پوهیږي چې د حماس لوړرتبه غړی یحیی السنوار په غزه کښې جګړه څه ډول مدیریت کوي او د مقاومت قومندانان او مشران د هغه له مدیریته ډاډه دي. هغه ټینګار وکړ چې د حماس د مشرانو او د القسام ځواکونو د قومندانۍ ترمینځ بشپړه غږملتیا شته.