دیونیفل قوماندان: د لبنان په پوله کې وضعیت ډیرکړکیچن دی
د لبنان په جنوب کښې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو قومندان څرګنده کړه: مونږ د اوسنیو حالاتو د ساتلو او د ښکیلو خواو ترمینځ د منځګړیتوب په لټه کښې یو څو شخړه رامنځته نه شی.
د النشره خبری ویبپاڼې د راپور له مخې، د لبنان په جنوب کښې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو قوماندان ارنولد لازارو سانز وویل: د دغه هیواد په جنوب کښې حالات د حزب ا...اسراییلو ترمینځ دټینشن په زیاتیدا سره کړکیچ د زیاتیدو په حال کښې دی.
د لبنان په جنوب کښې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو قومندان څرګنده کړه: مونږ د اوسنیو حالاتو د ساتلو او د ښکیلو خواو ترمینځ د منځګړیتوب په لټه کښې یو څو شخړه رامنځته نه شی.
ارنولد لازارو سانز دې ته په اشارې سره چې حزب ا...د اوږده واټن ویشتونکي وسلې کاروي او اسرائیل د لبنان له فضايي حریم سرغړونه کوي، زیاته کړه: په تیرو دریو ورځو کې مو د ډزو په تبادله کې کموالی لیدلی دی.
د UNIFIL قوماندان څرګنده کړه: په غزه کښې د جنګ او د لبنان په جنوب کښې د تاو تریخوالی د زیاتیدا ترمېنځ نژدی ارتباط شته، ځکه حزب... د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس) ملاتړ کوی.